چک جهوريت د عراق څخه عسکر و افغانستان ته ليږي
۱۳۸۶ آذر ۱۵, پنجشنبهاعلان
د چک د حکومت ددغه پلان سره ددې هيواد د پارلمان دواړو خونو موافقه کړې.
په دې توګه به د راتلونکي کال تر نيمايي پوري هغه سل تنه چکي عسکرچي د عراق د بصرې په ښارکي د برتانويانو په يوه هډه کي وه، ددې هيواد څخه ووزي او يوازي شل تنه چکي عسکر به په خليج کي د عراقي عسکرو د روزلو دپاره پاته سي. خو په افغانستان کي به د چکي عسکرو په شمېرکي، چي په راوان وخت کي 230 ته رسيږي په راتلونکي کي به 450 ته ورسېږي.
د چک جمهوريت عسکر د لوګر په ولايت کي د بيارغاوني په سيمه ايزو پروژو کي په کار بوخت دي، خو په راتلونکي کي به د چکي عسکرو يوه سل کسيزه ډله د افغانستان شمالي ولاياتو ته واستول سي.