1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین غواړي د ځیرکو تلیفونو بازار هم تسخیر کړي

مسعود جهش (مارکوس ریمل)۱۳۹۲ تیر ۲۱, جمعه

په چین کې د ځیرکو تلیفونونو بازار ډیر تود دی. په دې هیواد کې اوس د دغه شان تلیفونونو د لویو شرکتونو لکه اپل او سمسونگ تر څنگ، سیمه ییز چینایي شرکتونه هم فعالیت کوي. چینایي شرکتونه اوس د نړیوال کیدو په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/196pd
A customer tries out an iPhone 5 smartphone at an Apple Store in Shanghai, China, 14 December 2012. Sales of the iPhone 5 have commenced in China on Friday (14 December 2012) with subdued crowds on hand, numbers minimized by the presale of nearly 400,000 phones in the weeks leading up to the launch. Due to a local electronics import tax, the iPhone 5 costs more in China than in other Pacific Rim countries, the 16GB version retails for $850, as opposed to $721 in Hong Kong. China is an area of great interest for Apple. This week finally sees the launch of the iPhone 5 after numerous regulatory issues, and the iPad mini began sales last week. Overall, China contributes 15 percent of Apples revenue, according to figures from the last fiscal year. pixel
Symbolbild China Mobiltelefonانځور: picture-alliance/dpa

سیمه ییز چینایي شرکتونه د هرې ورځې په تیریدو سره لا پیاوړي کیږي دغه شرکتونه همدا اوس هم د اپل له مشهور شرکت څخه په چین کې مخکې دي. د دغو سیمه ییزو شرکتونو له ډلې څخه یو یې هم «زې تې اې» نومیږي چې د دیزان د څانگې مشر یې یو آلمانی دی.

د دغه شرکت د دیزان څانگه په «شانگهای» کې پرته ده چې به کې څه نا څه ۴۰۰ کسان په کار بوخت دي. د هغوی مشر هاگن فندلر، وایي: «زما دنده دا ده چې لومړی نړیوال دیزانونه د زې تي ای او د پیریدونکو له پاره تعریف کړم او بیا وروسته د دغه شرکت له پاره یو ځانگړی دیزان او هویت رامنځ ته کړم.»

د فندلر اصلي دنده دا ده چې د «زې تې اې» ځیرکه تلیفونونه یا Smart Phones د لویدیځو بازارونو به سلیقه برابر کړي. «زې تې اې» او هغه ته ورته نور چینايي سیمه ییز شرکتونه لا تر اوسه پورې نړیوال شهرت نه لري خو اوس دغه وضعیت د بدلیدو په حال کې دی. د «زې تې اې» شرکت د هسپانیا په بارسلونا ښار د گرځنده تلیفونونو په نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل او خپل ځان یې په ډیر ښه ډول وپیژند.

دغه خبره د یوه بل چینایي شرکت «هواوي» په برخه کې هم صدق کوي. دغه چینایي شرکت د روان کال په جون میاشت کې په لندن کې خپل نوی ځیرکه گرځنده تلیفون معرفي کړ چې «اسند پی 6» نومیږي او بیه یې له ۴۰۰ یورو لوړه ده.

هاگن فندلر دغه دواړه شرکتونه ډیر ښه پیژني. هغه تر دې مخکې چې د «زې تي اې» په شرکت کې کار پیل کړي د «هواوي» شرکت د طراحي د څانگې مشر وو: «دغه شرکتونه به په راتلونکې کې ډیر مهم نقشونه ولري او هغوی دې موضوع ته د رسیدو له پاره هڅې کوي. تاسو یو ځل له ځان سره دغه موضوع انځور کړئ: زې تې اې او هواوې دواړه انجنیري شرکتونه دي او په کې په لسهاو زره انجینران کار کوي. دغه لوی ځواک به یو وخت پایلو ته ورسیږي.»

د دغو شرکتونو د کار پایلې سړی همدا اوس هم لیدای شي. په جنوبي کوریا کې جوړ شوي تلیفونونه په چین کې ډیر تود بازار لري. په دې ترتیب سره د جنوبي کوریا تلیفونونو د چین د گرځنده تلیفونونو ۲۰ سلنه بازار خپل کړی دی. خو تر جنوبي کوریا وروسته بیا څلور چینایي شرکتونه په چین کې تر نورو ډیر خرڅلاو لري. دغه شرکتونه کول پد، لنویو، زې تې اې او هواوې نومیږي. دا په داسې حال کې ده چې د اپل شرکت د ای فون تلیفونونو د خرڅلاو کچه په چین کې د وخت په تیریدو سره د ټیټیدو په حال کې ده. په چین کې د ای فون د خرڅلاو د کچې راټیټیدل تر ډیره بریده پورې د دغو تلیفونو بیې پورې تړلې مسله ده. په چین کې تر ټولو ارزانه سمارت فون د «کول پد» شرکت دی چې د ای فون په پرتله پنځه وارې ارزانه دی.

هغه کسان چې د سمارت فونونو مارکیټونه څاري وايي چې د هغوی د خرڅلاو په برخه کې هم د موټرو د خرڅلاو تیوري صدق کوي. د دغې تیورې له مخې که یو شرکت په چین کې خپل مارکیټ له لاسه ورکړي نو نه شي کولای چې د اوږدې مودې له پاره په نړیواله کچه هم خپل رقابت ته دوام ورکړي. همدا اوس هم د نړۍ ۳۰ سلنه تولید شوی سمارت فونونه د چین په مارکیټونو کې پلورل کیږي.

چینایي شرکتونه غواړي اوس خپل مارکیټ نورو هیوادونو ته هم وغځوي. د «زې تې اې» شرکت د بازارموندنې «Marketing» د څانگې مشر لو قیانهاو، وايي: «زې تې اې غواړي چې نوې محصولات تولید کړي چې د اروپايي بازارونو له اړتیاو سر مطابقت ولري. موږ غواړو په راتلونکو کلونو کې د خپل مارکیټ د غځولو او محصولاتو د دیزانولو په برخه کې ډیرې پانگونې وکړو. موږ غواړو له لویدیځو هیوادونو څخه ماهرین په کار وگومارو تر څو زموږ د خرڅلاو چارې پر مخ یوسي. موږ به په دې ترتیب سره خپل هدف ته ورسیږو. موږ غواړو په ۲۰۱۵ کال کې په نړۍ کې د تلیفونونو تولیدوونکی دریم شرکت ووسو.»

د اپل شرکت مسوولین اوس د چین په بازارونو ډیره پانگونه کوي. اوس په چین کې د اپل نوې مغازې پرانیستل شوې دي. داسې آوازې هم شته چې اپل غواړي یو ارزان بیه ای فون هم بازار ته ور وپیژني. ښايي دا د اپل له پاره له چینایي شرکتونو سره د رقابت وروستی چانس وي.