1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین «آسماني ماڼۍ» جوړوي

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

په داسې حال کې چې روسيه او د امريکا متحده آيالتونه په فضايي الوتنو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي، چين د خپلو فضاييٍ الوتنو پروګرام لا ګړندی کوي. په لنډ وخت کې به يو فضايي کپسول د ځمکې مدار ته وتوغول شي.

https://p.dw.com/p/12aV5
د چین یو باروړونکی توغندی
د چین یو باروړونکی توغندیانځور: AP

د دغه فضايي کپسول په مرسته به د يوې فضايي اډې د جوړولو لپاره لومړني تېستونه تر سره شي. د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې به ښايي چين خپل لومړنی فضايي کپسول فضا ته وتوغوي تر څو د يوې فضايي اډې د جوړولو پروژه پيل کړي.
په داسې حال کې چې د امريکا متحده آيالتونو د «شاتل» په نوم د فضايي بېړيو پروژه بنده کړې ده او د روسانو د «سويوس» يو توغندی هم خراب شوی و، د نړيوالې فضايي اډې «آي اس اس» د پروژې راتلونکې ناڅرګنده غوندې ايسي.


د چین د دوهمې فضایې الوتنې فضا نوردان
د چین د دوهمې فضایې الوتنې فضا نوردانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb


اوس چين د ستورو په لور مخ ته درومي. د «تيانګونګ يو» د کپسول د لارې، چې د «آسماني ماڼۍ» معنا ورکوي، به د فضايي بېړيو د تماس نيولو تطبيقات وشي او د يوې فضايي اډې د جوړولو ټکنالوژي هم وازمويل شي.
نه يوازې دغه ازمايښتي کپسول، بلکې د «شېنژو اته» په نوم بله فضايي بېړۍ، چې «د جادو بېړۍ» معنا ورکوي، د چين د ځمکني سټيشن په سر د چين د ګانسو په نوم ولايت کې دې ته انتظار باسي تر څو فضا ته وتوغول شي. خو چين هم له خپلو فضايي راکټونو سره تخنيکي ستونزې لرلې دي چې له امله يې پروژه لږه وځنډېده. د اګست په اتلسمه نېټه يو باروړونکی توغندی له يوې سپوږمکۍ سره مل راپرېوت.


د چین د فضایې پروګرام د کنترول خونه
د چین د فضایې پروګرام د کنترول خونهانځور: APImages


دغه پېښه د روسيې د تخنيکي ستونزو په پرتله هومره ډېره د نړيوالو د پاملرنې وړ ونه ګرځېده، خو چينايي تخنيکران يې له ننګونو سره مخامخ کړل. په دې ترڅ کې د تخنيکي ستونزو تشخيص شوی دی، خو د احتياط لپاره د نوي فضايي کپسول توغونه ځنډول شوې ده. د «ډي پي آی» آلماني خبري اژانس د معلوماتو له مخه به د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې يوه بله فضايي الوتنه تر سره شي، خو پېکينګ لا کومه رسمي نېټه نه ده په ډاګه کړې.

ډي پي آی، نسيم صابر
کتونکی: مسعود جهش