1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او افغانستان د تروریزم ضد مبارزې هوکړه لاسلیک کړه

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

د کورنیو چارو وزارت: چین له افغانستان سره د امنیتي تکنالوژی ، امنیتي معلوماتو د شریکولو،‌ د افغان پولیسو د ظرفیت لوړولو او د چین په لویو نظامي اکاډمیو کې افغان پولیسو ته د تحصیلي زمينې برابرولو لپاره ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1FR2k
Symbolbild - Fahne Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان د کورینو چارو وزیر نورالحق علومي وویل چې افغانستان او چین په امنیتي برخو کې له یو بل سره د همکارېو ژمنې کړي دي.علومي دغه خبره چین ته د خپل یو ورستې سفر څخه وروسته نن یکشنبه ( د مې پر ۱۷مه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترځ یاده کړه.

په داسی حال کې چې په افغانستان کې امنیتي ستونزي مخ په ډيریدو دي څرنگه چې لمن یې حتې په تېرو دوو اونیو کې کابل ته غځول شوې، چین او افغانستان په امنیتي برخه کې د همکاریو هوکړې لاسلیک کړې دي.

د کورنیو چارو د وزارت په دغه کنفرانس د وزیر ویاند، صدیق صدیقي چې د هغه ترڅنگ ناست ؤ وویل:« دا هوکړه لیک د معلوماتو د شریکولو،‌ ګډو همکاریو، د افغان پولیسو ظرفیت لوړل، تجهیزات او د چین په لویو نظامي اکاډمیو کې افغان پولیسو ته د تحصلي زمينې برابرولو، په برخه کې شوې. عملي بڼه یې هم پیل شوې لږ تر لږه چین منلې چې په ۲۰۱۵کال کې ۶۰ تنه پولیس د تحصلي زده کړو له پاره بوزي او یو دماسټرۍ برس یې هم منل.»

چین په تیره څه د پاسه یوې لسیزی کې افغانستان سره تر زیاتې کچې په ملکي برخو کې مرستې کړي دي. دغه راز دغه هیواد په افغانستان کې د سترو پانگه ايښودونکو څخه شمیرل کیږي. دغه هیواد د افغانستان د طبیعی شتمنیو له استخراج سره لیوالتیا لري.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزیر په باور چین د افغانستان ډېرو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او په روان کال کې به یو شمېر پولیس د زده کړو په موخه هم دې هیواد ته ولېږل شي.

علومي وویل د تروریزم پر وړاندې د سیمې د هیوادونو تر منځ دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړو ته اړتیا شته چې په دې برخه کې یې له چین سره د ګډې همکارۍ هوکړې کړي:«« موږ نه شو کولی ووایو چې په یوه هیواد یا په اصطلاح افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه باید وشي او نور په پام کې ونه نیسو. نو په دې خاطر چې د تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو، دوه اړخیزه او څوړ اړخیزه همکاري یو مسلم امر دی.»

په عصری تکنالوژی د افغانستان امنیتی تلسیساتو سمبال

علومي په افغانستان کې نا امنۍ تر ډېره د سرحدونو د نه خوندیتوب له کبله په ګوته کړل. د کورنیو چارو وزیر له چین ه څخه غوښتي چې د پلټڼو په ټکنالوژۍ کې ورسره مرسته وکړي. تر څو بار وړونکي او نورو موټر په آسانۍ سره چیک کړي او د تخریبوونکو توکو مخه ونیول شي.

اارشیف . افغان ولسمشر په پیکینگ کې
اارشیف . افغان ولسمشر په پیکینگ کېانځور: Reuters/Takaki Yajima

همدا شان افغان حکومت د نظامي روزنې تر څنګ دا غوښتنه هم له چینايی حکومت څخه کړې چې د ماین شنډولو د ټکنالوژۍ او د سرحدونو د خونديتوب په برخه کې افغانستان سره مرسته وشي. علومي وايي لویې ستونزې د پولو د نه خوندیتوب له کبله رامنځته کیږي چې هم چاودېدونکي توکي له دې لارو راوړل کیږي او هم د نشه يي توکو قاچاق ترې کېږي.

د سرحدونو د امنیت په موخه به د دواړو هیوادونو تر منځ هر کال یوه ناسته تر سره کیږي او پر ستونزو او امکاناتو به پکې بحث کیږي.

د نا امنیو زیاتوالی او لاملونه

ه دې وروستیو کې سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې نا امنۍ ډېرې شوې د هیواد پلازمېنه کابل هم د ګڼو ترورستي او ځانمرګو بریدونو شاهد و.

له تېرو دوو اونیو راهیسې په پرله پسې ډول په کابل کې بریدونه کیږي چې درې یې یوازې د دارلمان په سړک د څارنوالۍ پر کارکوونکو وشول، یو برید پر یوه هوټل وشو چې بهرنیو او کورنیو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته،‌ او همدا شان تېره ورځ په کابل پوهنتون کې دننه چاودنه او نن سهار د هوايي ډګر پر سړک ځانمرګی بریدو و چې دې ټولو لوی شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي نا امنۍ له دې کبله ډېرې شوې چې له یوې خوا وسله وال مخالفین فکر کوي د بهرنیانو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه ورسره د جګړې توان نه لري، بل خوا په پاکستان کې د نظامي عملیات ترسره کېدل، د نړیوالو او سیمه یزو موخه له پاره د تروریزم راتلل او موسمي بدلون لامل شوی چې نا امنۍ ډېر شي.
که څه هم نظامي کارپوهان تل د نا امنیو د ډېرېدو پړه پر کشفي او استخباراتي اورګانونو وراچولې خو علومي وايي دا دواړه ارګانونه یې فعال دي او د ډېرو بریدونه مخنوی یې کړی.