1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

چین او افغانستان د جمعې په ورځ د ستراتیژیک سند اعلامیه لاسلیک کړه. د دغې اعلامیې له مخې به د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي، تجارتي او امنیتي اړیکي او له تروریزم سره د مبارزې په برخه همکارۍ لا پراخه شي.

https://p.dw.com/p/15APo
انځور: Picture alliance/Photoshot

دغه اعلامیه د ولسمشر کرزي او د هغه د چیناني سیال تر لیدنې کتنې وروسته لاسلیک شوه. په دې اعلامیه کې چین له افغانستان سره د بې ریا او دوستانه مرستو ژمنه کړې ده او د دواړو هیوادونو مشران پر دې راضي شوي دي چې په راتلونکې کې خپلې اړیکې نورې هم پراخي کړي.

دا په داسې حال کې چې ناټو پلان لري چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه خپل جنگي ځواکونه وباسي.

د چین ولسمشر هوجنتاو له افغان ولسمشر سره د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې چین به له افغانستان سره خپلې صادقانه او بې ریا مرستې په داسې وخت کې چې افغانستان د امنیت د انتقال د بهیر پروسې ته شاملیږي و نه سپموي.

په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې چین به له خپل گاونډي هیواد افغانستان سره شاوخوا ۲۴ میلیونه یورو مرسته وکړي. دواړه هیوادونه په دې راضي شوي دي چې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکي لا پسې وغځوي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو جنگي سرتیري ووځي او د ټول هیواد په کچه به امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په پیکینگ کې د سیمه ییزې امنیتي سرمشریزې غونډې مهمه موضوع د افغانستان راتلونکې وه.

چین چې د افغانستان په شمال ختیځه برخه کې له دغه هیواد سره کوچنۍ گډه پوله لري په افغانستان کې د نفتو او مسو د کانونو د استخراج با ارزښته پروژې تر لاسه کړې دي. د اټکلونو له مخې دغه زیرمې د یو ټریلیون ډالرو څخه زیات ارزښت لري.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د شانگهای د همکاریو د سازمان غړو ویلي وو چې افغانستان ئې د دغه سازمان د څارونکي غړي په توگه او ترکیه ئې د دې سازمان د خبرو اترو د شریک په توگه منلي دي.

همداراز ویل شوي دي چې چین د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه دې هیواد ته د گازو د پایپلاین د غځولو پر موضوع باندې هم څیړنې کوي.

ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ له چین څخه د افغانستان په لور حرکت وکړي. هغه دې هیواد ته خپل سفر په افغانستان کې د امنیتي پېښو له کبله رالنډ کړی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش