1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او روسیه د یوه نوي اتحاد په لټه کې دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

ولسمشر پوتین څو ورځې په پیکینګ کې د خپل چینایي سیال هوجینتاو، ملیمه دﺉ. چین او روسیه دواړه غواړي چې د لویدیځ بیا په خاصه توګه دامریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د نړۍ په سیاست کې ګډ دریځ ولري.

https://p.dw.com/p/158I3
انځور: picture-alliance/dpa

ولادمیر پوتین د روسیې د ولسشمر په توګه له بیا ټاکل کیدو وروسته ډیر ژر په بهرنیو سفرونو پیل وکړ. په داسې حال کې چې د امریکا په کمپ دیوید کې د اتو صنعتي هیوادونو سرمشرییزې ته بلل شوی هم وو، پوتین پر خپل ځای دیمیتري میدویدوف ورواستاوه.

پوتین تر امریکا مخکې لومړی اروپا ته مخ واړاوه او په برلین او پاریس کې ئې ددواړو هیوادونو له مشرانو سره ولیدل. پوتین د خپل سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د اروپا د اتحادیې مشران خپل هیواد ته راوبلل. په دغو ټولو لیدنو کتنو کې د سوریې په شمول پر ګن شمیر نړیوالو موضوعاتو باندې او د ماسکو د «نړیوال نقش» پر اهیمت باندې ټینګار وشو.

د امریکا د نفوذ پر ضد

پیکنیګ ته د پوتین سفر بل اهیمت لري. روسیه او چین دواړه هڅه کوي چې د نړۍ په سیاست کې د امریکا متحده ایالاتو د نفوذ‌ د پراخیدو مخه ونیسي. هغوی د یو څو قطبي نړیوال سیستم د جوړېدو پلوي دي چې په هغه کې د هغوی د ستر ځواکتوب نقش ښکاره او څرګند وي. روسیه ختیځ لور ته د ناټو د لمن له پراخیدو څخه اندیښنه لري او د ناټو د پلان شويو توغندیو ددفاعي سیستم سخت مخالفت کوي. له چین سره د یوه ستراتیژیک مشارکت پر وړاندې روسیه له ډیرې تیریدنې څخه کار اخلي.

د چین د چارو د کارپوه ویلي لام، په نظر چین هم د داسې یوه مشارکت له پاره ډیر لیوال دئ: «چین تر ډیر سخت فشار لاندې دئ او وخت په وخت د لویدیځ له خوا ورباندې سختې نیوکې کیږی. دغه نیوکې په خاصه توګه د بشري حقونو په موضوعاتو کې ډیرې دي.»

د لام په نظر پیکینګ پر دې او دغه راز د جنوبي چین د سمندرګي په موضوع کې د ماسکو ملاتړ ته اړتیا لري. چین د نوموړي سمندرې سیمې د ملکیت ادعا لري. له کلونو راهیسې د دغې سیمې پر سر د چین او ګاوڼدیو هیوادونو ترمنځ شخړې موجودې دي. څه موده مخکې له فیلیپین سره تاوتریخوالی رامنځ ته شو. ان خبره پوځي ګواښونو ته ورسیده. هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو د فیلیپین خوا ونیوله.

د شانګهای د همکارۍ د سازمان پیاوړي کول

د پنجشنبې په ورځ ولادمیر پوتین په پیکینگ کې د شانګهای د همکاری د سازمان (SCO) په سرمشرییزه کې ګډون کوي. د مې په میاشت کې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو خپله اراده څرګنده ګړه چې غواړي دغه سازمان پیاوړی کړي.

دغه سازمان یوولس کاله پخوا د چین او روسیې له خوا د پخواني شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو لکه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په گډون جوړ شو. امنیتي او اقتصادي همکارۍ د دغه سازمان په زړه کې ځای لري. په دې سازمان کې د گډون له پاره افغانستان ته هم د میلمه په توګه بلنه ورکړه شوې ده.

پوتین مخکې له دې چې د پیکینګ په لور حرکت وکړي په تاشکند کې تم شوی دئ. پوتین د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو سره، په خاصه توګه له ازبکستان سره د روسیې اړیکې د سیمې له ګتو سره تړلې وګڼلې: «له ازبکستان سره زموږ اړیکې په خاصه توگه له دې لحاظه چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي خورا اهمیت لري. دا د روسیې له امینت سره په مستقیمه توگه اړیکه لري. په همدې وجه موږ له خپلو ازبکو شریکانو سره له نزدې تماس لرو.»

د شانګهای د غړي په توګه نه یوازې ازبکستان، بلکې د روسیې او چین په شمول نور غړي هم لا تر اوسه پورې له یو بل څخه ډیر لیري دي. کار پوه لام وایي: «دواړه هیوادونه له کلونو راهیسي د انرژۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ خبرې کوي چې د روسیې ګاز چین ته صادر کړای شي. خو د قیمت پر سر د اختلاف له امله کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.»

د چین د چارو دغه کار پوه یادونه کوي چې د امنیت په برخه کې هم پیکینګ او ماسکو یوله بل سره واټن لری: « چینایي پوځ له روسیې څخه د وسلو له رانیولو سره زیاته لیوالتیا نه لري.»

دغه راز د شانګهای د سازمان د پراخولو په هکله چین او روسیه سره موافق نظر نه لري. هند لا پخواد شانګهای په سازمان کې د څارونکي مقام لري. چین د هند پخوانی سیال هیواد دئ. روسیه په شانګهای کې د هند له غړیتوب سره موافق دئ خو چین د هغه مخالفت کوي.

دویجه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش