1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د سنکیانګ د بریدونو تر شاه د بهرنیو تند لارو ډلو لاس دې

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

د چین دولتي رسنۍ نن «دوشنبه» ویلي چې د چین په شمال لویدیځه برخه کی د رامنځته شوي زور زیاتیو په پیښو کی ککړو «مذهبی بنسټ پالو» ته د بهرنیو اسلامي تند لارو ډلو له خوا روزنه ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/127NB
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: AP

د سینهوا خبري اژانس د کشغر د دولتي چارواکو په حواله لیکلي چي برید کوونکو ته د سنکیانګ ته تر داخلیدو د مخه د پاکستان میشته «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» لخوا د بم جوړولو او د ناریه سلاح ګانو روزنه ورکړل شوي وه، تر څو هغوي دغه تروریستي فعالیتونه تر سره کړي.

دوه ورځی وړاندي دغه پیښه د کشغر په ښار کی رامنځ ته شوي وه چي په پایله کی یی ۶ تنه ووژل شول او تر ۱۵ ډیر ټپیان شول. دغه کسانو د کشغرښار یو رستورانت ته اوور هم ورته کړ. په زخمیانو کي دري تنه پولیس هم شامل دي.

د پولیسو لخوا څلور برید کوونکي ځاې پر ځاې ووژل شول او څلور تنه یی ژوندي ونیول، چي بیا وروسته د نیول شوو کسانو څخه یو تن د ټپونو له امله ومړ، او نور څلور بریدکووني بیا په تیښته بریالي شوي ول.

د پولیس په وینا د تښتیدولو کسانو څخه دوه تنه چی یو یی ۲۹ او بل یی ۳۴ کلن دي پیژندل شوي چی د ایغور اوسیدونکي دي، پولیس د هغوي په نیولو کي د مرسته کوونکو لپاره ۱۵۵۰۰ ډالر د انعام په توګه ایښي دي.

پین ژپینګ د سنکیانګ د ټولنیزو چارو د اکاډمی څیړونکي وایی د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان د جلا غوښتونکو « تر ټولو سخت او خطرناک» تحریک وو، چی اوس د پاکستان او افغانستان ګډي پولي ته څیرمه میشت دې. دغه ډله د ملګرو ملتونو او د چین له خوا د ترهګرې ډلي په نامه پیژندل شوي.

په سنکیانګ کی د ایغور د ډیرکیو مسلمانانو او د لږکیو هان چینانانو تر منځ دوه کاله د مخه ژبني شخړې هم رامنځ ته شوي وي چی په پایله کی یی ۲۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۷۰۰ ډیر ټپیان شوي ول. په سنکیانګ کی په تیرو دوو اونیو کی دا د تاو تریخوالي دوهمه پیښه ده. د جولایی د میاشتي په ۱۸ نیټه هم شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي ول.

د ایغوریانو د نړیوال کانګرس ډله چی مقر یی په المان کي دي ویاند ،دلشاد راشد، په یو رالیږل شوي بریښنا لیک کی ویلي چی د دغي پیښی اصلی لامل د چین د دولت له لوري د ایغوریانو ځپنه ده.

هغه زیاته کړي:«چین باید په عاجله توګه په سنکیانګ کي خپل ظالمانه پالیسو ته د پايی ټکي کیږدي، د نوي مهاجر شوو چینایانو ویستل، د ایغور د سیاسي بندیانو آزادول او ایغوریانو ته په سوله ایزه توګه د لاریونو د تر سره کولو اجازه ورکړل شي.»

هغه د یو سر چیني په حواله ویلي چی د شنبي د ورځي د برید څخه وروسته تر اوسه پوري تر سلو زیات ایغوریان نیول شوي دي.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم