1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له افغانستان سره خپله پوځي همکاري پراخوي

آزانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

یو لوړپوړي چینایي چارواکي ویلي دي چې هیواد یې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد استخباراتو په برخه د همکار او ګډو مانورونو په ګډون لا پراخه پوځي همکاري غواړي.

https://p.dw.com/p/1IZST
Chinesische Flagge Symbolbild
انځور: AP

چین همدا اوس هم له امریکا متحده ایالاتو او پاکستان سره یوځای له افغانستان سره د سولې په بهیر کې همکاري کوي. خو د طالبانو د څلورو هیوادونو په هڅه د په لاره اچول شوي سولې بهیر کې له ونډه اخیستلو څخه ډډه کړې ده.

ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه خو ژمنه یې وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې به فعاله ونډه واخلي او له همدې کبله یې په افغانستان کې خپل له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر سرتیري وساتل.

خو داسې ښکاري چې چین د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښمن وي. د دې موضوع یو لامل د چین په شینجيانګ سیمه کې د ایغور یاغیانو حضور دی چې ویل کيږي له طالبانو سره اړیکې لري.

«تل ښې اړيکې»

د چین د مرکزي پوځي کمیسیون غړي فنګ فینغوی، د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، دا موضوع په ډاګه کړې ده چې د افغانستان او چین پوځونو یو له بل سره تل ښې اړیکې لرلې دي.

د چین د دفاع له وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۰مه نېټه) په یوې خپرې بیانیه کې راغلي چې فنګ غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د استخباراتي معلوماتو شریکولو، ګډو پوځي تمرینونو، روزنو او نورو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخه کړي.

فنګ په چین کې له اتمر سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې ده چې چین غواړي د ترهګری ضد یوه سیمه ییز میکانیزم ته کار وکړي چې په ګده د سولې، ثبات او پرمختګ ساتنه وشي.

افغانستان د چین له نزدې ستراتیژیک شریک پاکستان سره ډیرې ښې اړیکې نه لري. کابل پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، خو اسلام آباد بیا کابل په ورته موضوع تورنوي. له بلې خوا افغان حکومت له چین څخه غواړي چې پر پاکستان باندې فشار راوړي چې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته اړ کړي خو په څلور اړخیزو خبرو اترو کې له ګډون څخه د طالبانو انکار په دې اړه چې آیا پاکستان په رښتیا هم پر طالبانو دومره نفوذ لري چې اټکل یې کیږي، نوې پوښتنې راولاړې کړې دي.

«ختیځ ترکمنستان اسلامي خوځښت»

اتمر له دغه چینایي چارواکي سره د خبرو پر مهال ټینګار کړی دی چې افغانستان غواړي له چین سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ونډه واخلي او د «ختیځ ترکمنستان اسلامي خوځښت» پر ضد جګړه کې هم خپل نقش پیاوړی کړي. چین دغه ډله په شینجیانګ کې د ډیرو ناآرامیو تر شا بولي.

چینایي خبري آژانسونو ویلي دي چې د اتمر همداراز د چین د کورني امنیت له مشر سره هم لیدلي دي او د ترهګرۍ موضوع په اړه یې خبرې کړي دي.

تیر کال چین له افغانستان سره د امنیت او بنسټونو د جوړولو په برخه کې لویې ژمنې وکړې او له افغان حکومت سره یې څو تړونونه لاسلیک کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب