1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین نیول شوی اوبتل بیرته امریکا ته سپارلی

۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

چین د امریکا نیول شوی اوبتل، تر دوستانه خبرو وروسته بیرته متحدو ایالاتو ته سپارلی دی. دغه اوبتل تیره اونۍ په داسې حال کې ونیول شو چېن يې په اوبو کي د حرکت ادعا وکړه.

https://p.dw.com/p/2Udk1
Schottland US Unterwasserdrone
انځور: picture alliance/dpa/US Department of Defense/S. Carrizosa

د چین د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا بې چلونکی یا ډرون اوبتل یې بیرته امریکا ته سپارلی دی. تیره اونۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې اوبتل په هکله هغه وخت نانندرۍ پیل شوې چې امریکا متحدو ايالاتو ادعا کوله چې یاد اوبتل په نړیوالو اوبو کې حرکت کاوه او بل لوري ته بیا چین ویل چې اوبتل د چین په اوبو کې نیول شوی دی.

د سې شنبې په ورځ د چین د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له امریکا متحدو ایالاتو سره له دوستانه خبرو اترو وروسته یې نیول شوی ډرون اوبتل بیرته امریکا ته سپارلی دی.

بل لوري ته د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په حواله چې اوبتل د تل په څیر د چین په جنوبي اوبو کې د فلیپین هیواد ته څیرمه د حرکت په حال کې وو. دغه اوبتل هغه وخت ونیول شو چې د امریکا یوې کیښتۍ دوه څیړنیز ډرون اوبتلونه د چین په جنوبي اوبو کې خوشي کړل او له اوبو څخه د بیرته ایستلو پرمهال چین یو اوبتل ونياوه.

د اوبتل د نیولو دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې له خړپړتيا سره مخامخ دي. د اړیکو د خرابوالي یو دلیل د ټایوان هیواد له ولسمشري سره د امریکا متحدو ایالاتو د نوي ولسمشر دونلد ترمپ تلیفوني خبري په ګوته کیږي. دې کار د چین سخته غوسه را وپاروله او د امریکا له خوا د «یو چین» د سیاست په هکله یې پوښتنې راولاړې کړې.

دونالد ترمپ چې له تویتر سره زیاته علاقه لري، او د چین له خوا د امریکا د نیول شوي اوبتل په هکله یې د چین دغه کار ته د «غلا» کلمه کارولې وه، په خپل تویتر پاڼه کي ليکلي: «موږ هغه اوبتل چې تاسې غلا کړی، بیرته نه غواړو.»

چین د امریکا له لوري د پوځي او معلوماتي کړنو پر سر پر نیوکو سربیره په پیل کې ویلي ول چې نیول شوی اوبتل به بیرته امریکا ته وسپاري.

نور مطالب: