1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین په اعدام د محکومو کسانو د بدن د غړو پرې کول منع کوي

سیلکه بالویګ/ میرمن حرکت۱۳۹۱ دی ۸, جمعه

د چین حکومت په پام کې لري چې د اعدام شوو کسانو د بدن د غړو پريکول په قانوني توګه منع کړي او د بدن د غړو د بخښنې له پاره يو سیستم جوړ کړی. په چین کې په اعدام د محکومو کسانو د بدن غړي ایستل کیږي.

https://p.dw.com/p/17Arp
Jiang Jiatin (C), one of the accused of organizing a 41-member criminal gang in China's Yunnan province, listens as the court hands down death sentences against him as the gang's leader, his mistress Yang Jufen, her father Yang Guoying and Xie Mingxiang in Kunming, Yunnan, China on 07 December 2009. Li Wencai, another gang member who played a crucial role in the drug trafficking, was sentenced to death with a two-year reprieve. The accused were sentenced to death after they were convicted of drug trafficking, racketeering, fraud and selling counterfeit currence in southwest China, media reported. EPA/XUE LUO +++(c) dpa - Bildfunk+++
Organhandel China Todesstrafeانځور: picture-alliance/dpa

د اعدام د سزا په برخه کی د چين هېواد په نړۍ کی په لومړي سر کي قرار لري. په هېڅ کوم بل هېواد کې به دومره انسانان اعدام نه شي لکه په چین کې چې اعدامیږي. دا چې د دوی دقیق شمیر به څومره وي څوک پرې نه پوهیږي.

چین د هغو کسانو د بدن غړي راباسي چې د اعدام په سزا محکوم وي. د بدن دغه غړي بیا هغو کسانو ته ورکول کیږي چې ورته اړتیا لري. دې کار په نړۍ کې د بشري حقونو د ډیر شمیر فعالینو اندیښنې را پارولي دي.

جان کيم د امريکا دDui Hua په نامه د بشري حقونو د سازمان مشر دی. هغه وایي چې په چین کې د اعدامونو شمیر په رسمي توګه نه دی څرګند او دا د دې هېواد د دولتي اسرارو څخه شمیرل کیږی.

خو ‎یو شمیر کارپوهان عقیده لري چې يوازي په ۲۰۱۱ کال کې په چین کې تر ۴۰۰۰ پورې انسانان اعدام شوي دي. د بشري حقونو فعالعين ويره لري چې کیدای شي د داسې اعدامونو شمیر نور هم لوړ وي. د بخښنې له نړیوال سازمان څخه سوزان رایس وایي: «په چين کې نورو انسانانو ته د بدن د غړو د پیوندولو له پاره د اعدام شوو کسانو د بدن غړي اصلي سرچینه ده. په دی منځ کې د چین د روغتیا د وزرات معین هم ویلي دي چې په اوږده موده کې دا د حل لاره نه ده.»

د بدن د غړو د بسپڼې کلتوري پسمنظر

په چین کې د ۱۹۷۰ کال په پٍيل کې لومړنی د بدن د غړو پيوندول تر سره شو. هغه وخت به خلکو ته د هغو کسانو د بدن غړي ورکول کیدل چې د اعدام په سزا به محکوم ول ځکه څوک دې ته چمتو نه ول چې په خپله خوښه خپل د بدن غړي یوه بل وګړي ته ورکړي. اوس هم په چین کې ډیر کسان دې ته ‎حاضر نه دي چې له مرګه وروسته د خپل بدن غړي چاته ورکړي. د بشري حقونو فعال او چين پيژندونکی جان کم وایي چې چینایان له کلتوري لحاظه دې کار ته چمتو نه دي. هغه زیاتوي: «دا يو کلتوري بندیز دی. په دودیز ډول په چين کې خلک په دې عقیده دي چې کله څوک ومري او دا نړۍ پريږدي او بلې دنیا ته ورشي، نو باید د خپل بدن د پوره غړو خاوند اوسي. نو ځکه د بدن د غړو مرسته کونکي دومره کم دي.»

د چین د بشری حقونو دغه فعال وایي چې له همدې کبله اوس د چین حکومت د هغو کسانو د بدن غړي اخلي چې د اعدام په جزا محکوم وي.

د روغتیا نړيوالی سامان (WHO) پنځه ويشت کاله پخوا د بندیانو د بدن د غړو پر راایستلو نیوکه کړې وه. دغه سازمان وایي چې دا روښانه نه ده چې آیا په اعدام محکوم شوي کسان غواړي پخپله خوښه د خپل بدن غړي یوه بل وګړي ته وبخښې او که له هغوی څخه په زور اخیستل کیږي.

د اعدامونو او د بدن د غړو د بسپڼو نژدي تړاو

د چین حکومت پنځه کاله مخکې دغې ستونزې ته اشاره وکړه. تر هغې نیټې وروسته بندیان کولای شي چې يوازي خپلو نږدې خپلوانو ته خپل د بدن غړي وبخښي. خو دې کار په عمل کې کومه ګټه نه ده کړې.

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې هر کال په چین کې د غړو د پیوند څه نا څه لس زره عملیاتونه سر ته رسول کیږي. د دغو رپوتونو له مخې ۷۰۰۰ غړي له بندیانو څخه پرې کیږي. د بخښنی له نړیوال سازمان څخه روزان وایي چې دا په دې معنی چې «له اعدام شوي انسان څخه سمدلاسه د هغه د اړتیا وړغړي پرې کیږي.»

په چین کې ډیری انسانان «د مرګ د پیچکاري» په واسطه اعدامیږي. تر اعدام سمدلاسه وروسته مړي روغتون ته لیږدول کیږي چې د اړتیا وړغړي یې خوندي وساتل شي. د نړیوالو رپوټونو له مخې په چین کې یو نیم ملیون ناروغ انسانان د غړو بسپڼو ته اړتیا لري.