1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین یو تن د قاچاق او بډې اخیستنې په تور په عمري بند محکوم کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xIM

چین د دغه هیواد د یوه وخت تر ټولو مطلوبه تښتیدلي یا فراري کس ته د عمري بند سزا اورلې ده. د چین د دولتي خبري آژانس په وینا د شیامن یوې محکمې لایي چنگشن د قاچاق او بډې اخیستنې په تور، تر تورنیدو وروسته د هغه شخصي شتمنیو د ضبطولو امر هم کړی دئ.

دغه ۵۳ کلن لایي ۱۲ کاله د خپل هیواد څخه د تښتیدو وروسته د کاناډا د هیواد له خوا محکمې ته حاضر کړل شوی وو. یو وخت هغه په شیامن کې د میلیاردونو ډالرو د قاچاق په قضیه کې د یوه مهم رول لوبوونکي په توگه یادیده. د راپورونو له مخې لایي د قاچاق برانو د یوې کړې مشري کوله چې هغوې د سگریټو، موټرو او پیترولو په قاچاق کې لاس درلود او په دې کار کې د کمونست گوند ځیني چارواکي هم شامل ول.