1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکتران په هرات کي د ايدز د ناروغي د خپريدو خبرداري ورکوي

۱۳۸۹ تیر ۵, شنبه

په هرات کي د HIV د مخنيوي د پروګرام اداري مسؤل ډاکټر وايي د هيوادپه کچه لويه فيصدي د دغه مکروب اوناروغي هرات کي کشف سوي ده. ديري ناروغان د نشه يي توکو معتادين دي

https://p.dw.com/p/O3vr
د ايدز ناروغی ډيری وخت د ناپاکو ستنو د استعمال له لاری انتقال کيږی
د ايدز ناروغی ډيری وخت د ناپاکو ستنو د استعمال له لاری انتقال کيږیانځور: dpa

دهرات عامي روغتيا د HIVدڅانګي مشر ډاکټرشهرام دويچه يوله المان راډيوته وويل هغه سروي چه د دوي اداري له لوري ټول افغانستان کي ترسره شوه وليدل سوه چه د افغانستان په کچه لويه فيصدي د HIVواقعات په هرات کي دهغومعتادينوپه منځ کي ومندل سوه چه له ګډي ستني يي استفاده کړي ده

هغه وويل: «دهغه سروي په اساس چه زمونږد پروګرام له خواپه ځانګړي ډول غرب ولايتونوکي ترسره سوه، له بدمرغه چه HIV لويه برخه 18په سلوکي هرات کي د نشه يي توکو د اخته کسانوله منځ پيژندل سوي.

ډاکټرشهرام وويل په هرات کي اوس مهال 64 تنه دايچ اي وي مثبتي پيښي سته اوناروغان يي پرته له دي چه هويت يي افشاکړي شي، تردملني لاندي دي.

هغه په خپل ولايت کي تر57زره په نشودروږدوخبره وکړه کوم څه چه دايچ اي وي د ناروغي د خپراوي يوله عواملوياديږي.

ځکه نودعامي روغتيا دمسولينوپه وينا دغه ټکي ته په توجه يي په پراخه توګه دعامه پوهاوني يوه لړي پيل کړه اودملګروملتونوداړونده ادا ري ياUNDCپه مرسته اومالي لګښت اسلام قلعه ښارګوټي کي له بهره راستنيدونکوته د مشوري د ورکړي اوڅه نورو وړياروغتيايي خدمتونومرکزجوړکړ. داځکه د دوي په اندګڼه افغانان ايران،اونورهيوادونوکي په دا ډول ناروغيواخته کيږي.

داسلام قلعه په روغتيايي مرکزکي څه ډول خدمتونه چمتوشوي دي؟

دغي پوښتني داړونده اداري مشرډاکټرمحمدشفيق قريشي د آلمان غږ راډيو ته وويل: « زمونږ مامورين له ايران څخه راستنيدونکوته دهغوي په خوښه روغتيايي لومړني مرستي ا ومعاينه کوي که هرډول ساري ناروغي په کي وموندل سي په وړيا ډول يي د درملني لپاره مربوطه روغتيايي مرکزونه ته ورپيژني»

له دغه روغتيايي مرکزڅخه کلي په کلي مامورين خلکوته د توري تبي ،ايدزاونورو ساري ناروغيودخونديتوب ،اوخطرونوخبرورکوي.

همدارازکوم کسان چه په نشو روږدي وي او دستني په زريعه مواد استعمال وي پاکي ستني اونور اړين موا د ورته په وړيا ډول ويشل کيږي ، ترڅو يوله بله د ګډي ستني د استعمال او د ناروغي د ليږد مخ يي نيولي وي.

HIVلومړي پيښه په هرات کي 6کاله وړاندي وموندل شوه چه دهغه مهال د اړونده ډاکټرپه ويناناروغ يي په ايران کي دغه مکروب اخيستي وه.

که څه هم اوسني پيښي مامورين 64تنه يادوي خوداړونده چارويوشميرکارپوهان بيا انديښمن دي وايي ښايي پيښي تردي زياتي وي ځکه ډيري خلک د ناروغي د بربنډولو خخه ډه ډه کوي اويا خوهم له سره په خپله ناروغي نه پوهيږي.

ډاکټران خلکوته ډاډ ور کوي چه ايدزناروغي ده، نه کوم عيب او ناروغانوته يي د درملني ټولي اسانتياوي خپل ښارکي چمتوکړي دي پرته له دي چه هويت يي خلکوته څرګندشي درمنله يي کيږي.

شريف شرفيار

کتونکي: عبدالپاري حکيم