1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټر سيد موسي صميمي د DW سره مخه ښه وکړه

۱۳۸۸ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د پښتو او دري څانګي مشر ډاکټر سيد موسي صميمي تر ديرش کلن کاري خدمت وروسته د 1388 لمريز هجري کال د کب د لسمي نېټي څخه د تقاعد ژوند پيل کړی.

https://p.dw.com/p/MHlP
Dr Said Musa Samimy
انځور: DW

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د پښتو او دري څانګي مشر ډاکټر سيد موسي صميمي تر ديرش کلن کاري خدمت وروسته د 1388 لمريز هجري کال د کب د لسمي نېټي څخه د تقاعد ژوند پيل کړی.

سيد موسي د خپل ماشومتوب لومړي خاپوړی په کندهار کي کړي او د ځواني لومړي پسرلي يي هم په دغه لرغوني ښار کي تير کړي دي. د کندهار د احمد شاه بابا له ليسي څخه په 1962 کال فارغ سوی او لومړی لوړی زدکړي يې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځی کي بشپړي او په همدې پوهنځي کي بيا په کدر کي د استاد په توګه پاتو سو.

ډاګټر صميمي په 1968 کال کي د اقتصاد په رشته کي د نورو لوړ زده کړو او د خپلي دوکتورا د لاس ته راوړولو لپاره آلمان ته لاړ او د آلمان د بوخوم اوبن په پوهنتونوکي يي زده کړي وکړي. په 1977 کال کي د بن د فريدريش ويلهلم په پوهنتون کي هغه خپله دوکتورا واخستله او بيرته د وطن پر لور ستون شو او د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي د استادي دنده پر غاړه واخيستله، البته د 1979 کال د جولاي تر مياشتي پوري ..»

دا چي ولي ډاکتر صميمي ونه شو کړاي خپلي دغي دندي ته دوام ورکړي، وايي، چي

«له کوچنيوالي څخه يعني د هغه وخت څخه چي زه لا ښونځي ته تلم، زما لويه آرزو دا وه چي د پوهنتون استاد سم، استاادي زما په نظر يوه خورا درنه وظيفه ده. د افغانستان د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه زما تګ يوه اجباري موضوع وه او سياسي علتونه يي درلودل. په هغه وخت کي داسي د اختناق څخه ډکه فضا منځ ته راغلي وه چي هر ورځ به د پوهنتون استادان، زما سياسي ملګري، زما اکا، زما ورونه ونيول سول او د دي خطر موجود ؤ چي زه هم بايد زندان ته واچول سم، نو زه مجبوره سوم چي نه يواځي د کابل پوهنتون پريږدم، بلکي له افغانستان څخه هم ووځم.»

ډاکټر سيد موسي صميمي د يو ژورناليست په صيفت د افغانستان د وروستيو دري لسيزو د پيښو شاهدو، او وايي چي يوازنی ارمان يې په افغانستان کي د يو ديموکراتيک نظام جوړولو کار دی.

«په دي لاره کي افغانستان څه ګامونه اخيستي دي، ليکن ډير نور مهم ګامونه بايد واخلي. په اوسني نظام کي ، که سړي ورته ځير سي، چوکاټ او بنسټ يي ايښودل شوي دي. ليکن د افغانستان سياسي روشنفکران و دي ته اړتيا لري چي د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ډير د اوږدي وړ، نامي او د افغانستان له اوضاع سره سم پلان جوړ کړي چي په هغه کي د مدني ټولني نقش ډير سي، ځکه چي افغاني ټولنه يوه سنتي ټولنه ده او له سنتي ټولني څخه د يوی ديموکراتيکي ټولني جوړول دير سخت کار دی، زما په نظر په افغانستان کي دا نو د افغاني روشنفکرانو لپاره ورستی چانس دی او د دی چانس څخه بايد دوی استفاده وکړي او په دي لاره کی نور اساسي ګامونه واخلي.»

د دويچه ويلي د همکارانو په نظر ډاکټر صميمي يو پر کار مين، د نوو مفکورو خاوند، منظم، له کاري وخت سره پابند، د راډويويي نشراتو په ټولو برخو باندي مسلط، نه يواځي د خپل هيواد افغانستان بلکي د لويديځ او د نړي په فرهنګي او سياسي برخو کي د پراخي پوهي خاوند دی.

د ډاکټر سيد موسي صميمي په خبره هغه د تقاعدۍ په وخت کي هم خپل ټول وخت د خپل هيواد افغانستان په اړه ليکلو ته ځانګړی کړي:«هره ورح 24 ساعته لري که سړي دغه 24 ساعت دوه ځلي په 60 کی ضرب کړي،68 زره او 400 ثانيي کيږي. زه به د تقاعد په وخت کي د هري ثانيي څخه ګټه واخلم. بيا به د افغانستان په باره کي څه وليکم. په تيره بيا افغانستان ته به سفر وکړم. او له دي لاري څخه بياهم د افغانستان په خدمت کي به پاتي شم.»

ډاکټر سيد موسي صميمي د خپلو هغو لاسته راوړنو او برياو په اړه چي په دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو کي يې لري دي د خپلو همکارانو او قدرمنو اوريدونکو محصول بولي.« زه ودې ټکي ته د ټولو همکارانو او زموږ د اوريدونکو پام را اړوم، چي زموږ محصول د ګډ کار محصول دی. ټول همکاران په هره برخه، په هره وظيفه کي چي وي، که چيري خپله وظيفه، خپل کار، خپله آرزو په صحيح ډول تطبيق نه کړي، آخري محصول په سمه توګه لاس ته نه راځي. په دي لاره کي ترهغي اندازي پوري چي موږ برياليتوبونه ګټلي دي، دا د ټولو همکارانو د ګد کار نتيجه ده.»

که غواړی د ډاکتر صميمي په باب ټوله خپرونه واوری، نو په همدغه انټرنيټ پاڼه کي دده په ږغ کي يې واوری . مننه

زيارمل/عبدالباري حکيم

محمد قاسم نوري