1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټر عبدالله: په دوهم ځل ټاکنو کي ګډون نه کوم

۱۳۸۸ آبان ۱۰, یکشنبه

عبدالله نن په کابل کي د لويې جرګې په خيمه کي څپلو پلويانو ته د وينا پر مهال په ټاکنو کي د نه ګډون اعلان وکړی...

https://p.dw.com/p/KKJi
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبداللهانځور: Behrad / DW

د يو لړ سياسي بحثونو او په ټاکنو پورې د اړوندو مسلو په لړ کې چې د هر چا په خوله وه هغه د ټاکنو په دويم پړاو کې د ګډون د ګډون لپاره د جمهوري رياست ته نوماند د داکټر عبدالله عبدالله وروستي شرطونه وو چې د ټاکنو پروسه له انديښنو سره مخامخ کړي وه د ده د پخوانۍ وعدې سره سم نن د لوې جرګې خيمه کې په داسې حال کې چې د عبدالله يو زيات شمير راى ورکوونکي او پلويان يې راټول شوي وو د خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د سرغړونې او درغلۍ له امله چې د ټاکنو په دوييم پړاو کې به بيا هم ترسره شي نه غواړي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې ګډون وکړي.

ه د حامد کرزي سره د وروستۍ ليدنې کتنې حال هم تير کړ او داسې يې جوته کړه چې د ى خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې ځکه خو يې وروستۍ پرېکړه داسې څرګنده کړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې د کنفرانس په مهال يې يوځلې بيا خپله سياسي تګ لاره واوروله د لومړي پړاو په ټاکنو کې د درغلۍ او دده په وينا د ټاکنو د خپلواک کمسيون په بې کفايت او د حامد کرزي په پلوي په يولړ درغليو تورن کړ او ويې ويل چې په دغسې حالاتو کې عادلانه او شفافې ټاکنې شونې نه دي .

ده په دې لړ کې د خپلو پلويانو ستاينه وکړ او ژمنه يې ورسره وکړه چې د حقوقو په تامين کې به خپلې مبارزې ته همداسې دوام ورکړي .

دا چې د دېنه وروسته به څه کيږي او څه ډول سياسي بحران به رامنځته کيږي آيا په دوهم پاو ټاکنو کې به يوازې حامد کرزى چې دا وخت په ډګر کې يوازې پاتې شوى دى رايې اچول کيږي او که کوم بل سياسي پلان بۀ عملي کيږي د سياسي چرو شنونکى رحيم ګل څاروان وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په تيريدو مسله نه حل کيږي او نورې ستونزې به رامنځته کړي.

دا چې د دېنه وروسته به څه کيږي خبره د ټاکنو د خپلواک کمسيون ته پاتې کيږي د دغه کمسيون يو چارواکى څو ورځې وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو که چيرې له دوه مخکښو کانديدانو څخه يې يو يې د سيالۍ له ډګره څخه ووزي وروستۍ پرېکړه د ټاکنو په خپواک کمسيون پورې اړه لري.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی. زيارمل