1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډوب سوی» افغان ماشوم د کورنۍ سره يو ځای کيږي

۱۳۹۴ اسفند ۱۶, یکشنبه

يوې افغانې کورنۍ خپل لس کلن زوی چي په هکله يې فکر کاوه چي د هجرت پر لار ډوب سوی، بېرته موندلی دی. هغوی به د يو کال وروسته خپل دغه زوی په غېږ ونيسي. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1I8BI
انځور: Reuters

د دغې پناه غوښتونکي افغاني کورنۍ لس کلن ماشوم پر لاري لادرکه سوی ؤ. دغې کورنۍ اټکل کاوه چي د کښتۍ په مرسته د انتقال پر وخت به يې زوی په اوبو کي ډوب سوی وي. خو اوس د يو کال وروسته دغې کورنۍ د آلمان په هانوور ښار کي خپل د زوی سره بېرته يو ځای کېدو د انتظار شېبې شمېري. مهدي نومي دغه هلک چيري ؤ؟

دغه ماشوم به د يو کال وروسته په آلمان کي د خپلي کورنۍ سره د هانوور په ښار کي وويني. د آلمان د سره صليب مرستندويه ټولنې ويلي چي مهدي به د الوتکي په مرسته هانوور ته ورسيږي او هلته به يې مور او پلار ښه راغلاست ته راوتلي وي. ياد سازمان زياته کړې چي مهدي به وکولای سي چي د خپلي مور او پلار سره د پناه غوښتونکو هغه کمپ ته ولاړ سي، چيري چي هغوی ځای پر ځای دي.

د مهدي مور او پلار نوره هيله له لاسه ورکړې وه چي خپل زوی به بيا ومومي. خو د آلمان د سره صليب سازمان وتوانېد چي دغه لادرکه سوی هلک په سويس کي پيدا کړي.

د افغانستان سره تړاو درلودونکې د مهدي په نوم هلک کورنۍ د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ مياشت له افغانستان څخه راوتلې وه. دغه کورنۍ چي پر مور او پلار، دو لوڼو او درو زامنو مشتمله ده، پرېکړه يې وکړه چي د ترکيې څخه د اوبو له لاري و يوناني ټاپو ته ځان ورسوي. دغه کورنۍ په يو ځنګل کي د کښتۍ د رسېدو د خبر په انتظار وه چي په ټېل ماټېل کي مهدي ورڅخه ورک سو.

د مهدي کورنۍ د يونان لېسبوس ټاپو ته ورسېده او هلته يې تر زيات وخت پوري مهدي ته انتظار وکړ خو ناهيلې سوه. دا چي په دغه ځلي يو شمېر کښتۍ پر لاري ډوبي سوي وې، نو د مهدي کورنۍ فکر کاوه چي هغه به هم ډوب سوی وي. وروسته دغه کورنۍ بېرته و ترکيې ته ولاړه چي هلته د مهدي تلاښ وکړي، خو مهدي نه سو پيدا. د ۷ مياشتو تلاښ وروسته دغې کورنۍ د آلمان پر لور سفر وکړ او آلمان ته د رسېدو وروسته يې د پناه غوښتنه وکړه.

د دغې کورنۍ يوې لور د پناه غوښتونکو د يو مرستندوی څخه د خپل لادرکه ورور د تلاښ په ترڅ کي مرسته وغوښته. د سره صليب سازمان پسله زيات تلاښ او تليفوني پوښتنو څخه بلآخره د سويس په بېرن کي دغه هلک پيدا کړ. د هغه وروسته چي ښکېل دواړه اړخونه ډاډه سول چي همدغه هلک مهدي دی، نو يې د هغه کورنۍ ته حال ورکړ. دغه کورنۍ د خپل زوی د موندل کېدو په خبر سره ډېره خوشاله ده.

مهدي د لادرکه کېدو وروسته د يوې بلي افغانې کورنۍ سره يوځای سوی ؤ. نوموړی د همدغي کورنۍ سره و سويس ته تللی ؤ. د کاغذي کارونو د پای ته رسېدو وروسته به اوس مهدي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۷مه نېټه) د خپل مور او پلار سره يوځای سي.