1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډودۍ د مړو او لوږه د بېوزلو لپاره

۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

يو کال لا نه ؤ تير سوی، چه ايتوپيا د نړيوالي ټولني څخه د خوراکي موادو د مرستي غوښتنه وکړل. په ايتوپيا کښي ۴،۵ مليونه انسانان عاجلو غذايي موادو ته اړ دي. په سوماليا کښي تر ۳ مليونه اضافه انسانان د لوږي سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/J8BA
انځور: picture-alliance/dpa

ډنګر مخان، پړسيدلي نسونه، دا دهغو تصاويرو بيان دی چه غريبه افريقا او آسيا نور نسي کولای ځانوه ماړه کي.

د بلي خوا بيا دې خبري ته سړی څنګه جواب پيداکولای سي، چه ايتوپياپه همدغه وخت کښي په زرهاوو ټنه وريجي سعودي عربستان ته استوي، د هغو مځکو څخه کوم چه سعودي عربستان هلته اجاره کړي دي. څنګه د لوږي سره د مخامخ کيدو خبرونه د ساحلي هيوادو څخه رارسيږي ،پداسي حال کښي چه ليبيا مثلأ په مالي کښي په مليونو هکټاره مځکه کښي غنم کرلي دي.

څنګه کيدلای سي چه د تانزانيا خپل خلګ د لوږي سره مخامخ وي ، او د بلي خوا يې بيا ۵۰۰۰۰۰ هکټاره مځکه پر سعودي عربستان باندي خرڅه کړې وي . ددې تولو خبرو جواب يو او ساده دی ،او هغه داچه خبره پر پيسو ده. تقريبأ ۳۰ تر ۴۰ مليارډه ډالرو پوري پر دغو رانيولو يا اجارې باندي مصرف راځي ،خو د هغه ګټه څو چنده ده.

تر هغه وروسته چه د خوراکي موادو وروستۍ قحطي راغلل، نو دې خبري ډير اعتبار پيدا کۍ، چه زراعتي مځکه يو قيمتي شی دی ،او د هغه ارزش به نور هم لوړيږي. زراعتي مځکه هلته رانيول کيږي، چيري چه آرزانه وي، يعني په وروسته پاته هيوادو کښي.

معلومداره دا اسانه خبره ده چه خطر او ريسک د بل چا پر اوږو يعني غريبانو باندي ورولويږي. ماړه د غټو پرابلمو څخه يو کم لري ،او کولای سي د خپلو خلګو د خوراکي موادو غم وخوري . خو غريبان نه يوازي يو مشکل،بلکه ډير لري. په غريبو هيوادو کښي نوې تکنالوژي تل زراعتي مځکه ځانته راکشوي. دوی کوچني بزګران شاته کوي . ښه او حاصلخيزه مځکه پر بين امللي سرمايه دارانو باندي خرڅيږي ،او خرابه مځکه داخلي بزګرانو ته پاتيږي .

په زراعت کښي هم ټول توليدات د صادراتو په خاطر تر سره کيږي ،پداسي حال کښي چه خپل خلګ يې د لوږي سره مخامخ دي. پدې حساب نو دغه هيوادونه نور هم په بين امللي بازارو او تجارت پوري تړل کيږي ،او داوبو او مځکي پر سر رقابتونه ډيريږي ،چه اوس يې هم ډيري شخړي رامنځته کړي دي ،لکه په سوډان،چاد او يا کينيا کښي.

په اوس وخت کښي په ټوله دنيا کښي هر دوهم وږی کس پخپله کوچنی بزګر دي . په وروسته پاته هيوادو کښي ۸۵ فيصده بزګران تر دوه هکټاره لږ زراعتي مځکه په اختيار کښي لري او که د زراعتي مځکوخرڅلاو همداسي دوام پيداکي ،لکه همدااوس ،نو به په راتلونکي کښي وږي انسانان او غريبان نور هم ډير سي.

خو دا نوی استعمار ندی ،ځکه چه وروسته پاته هيوادونه په هغه کښي شريک دي، او پخپله دا غواړي. دوی پر پيسو او نوې تکنالوژۍ باندي حساب کوي او شايد يې هم خلګو ته پکښي کارونه پيدا سي.

خو د بلي خوا بيا دا پوښتنه راپيداکيږي ،چه ولي زراعتي هيوادونه بلاخره يو دوامداره زراعتي سياست پر مخ نه بيايي ،په عوض ددې چه دا اميدواري ولري چه د باندي څخه يوبل څوک ورته دغه کار وکړي ،او خپل قيمتي شی يعني زراعتي مځکه پر نور و اجاره يا خرڅه کړي.

ددې کار مسؤليت نه يوازي وروسته پاته هيوادونه پخپله لري،بلکه ماړه او صنعتي هيوادونه يې هم لري . ځکه دوی اوس هم دغو هيوادو ته د اومو موادو د ذخيرې او خدماتي مرکزو په سترګه ګوري.

قاسم نوری
کتونکی: يحيی وردک