1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيروهيوادود هغې جملې افغانستان د بشرحقوق نه دي مراعت کړي

۱۳۸۸ اسفند ۲۱, جمعه

د امريکا متحده ايالات په کال کي يو وار په بين امللي سطح د بشرد حقوقو په ارتباط يو رپوټ خپروي ،چه په وروستي رپوټ کي د نورو تر څنګ پر افغانستان، عراق، کيوبا ، ايران ، چين ، شمالي کوريا او سوډان باندي انتقادونه سويدي

https://p.dw.com/p/MQvO
انځور: AP

دغه تازه رپوټ پرون پنجشنبې د امريکاد خارجه وزيري هيلاري کلينتن لخواوړاندي سو،چه په هغه کي تر ټولو دمخه پر کيوبا، ايران، چين ، شمالي کوريا، او سوډان باندي انتقادونه سویدي. جرمنی هم په دغه لست کښي شامل دی .پدې هکله د امريکا د خارجه وزارت د بشري حقوقو د څانګي مشرمايکل پوسنر وايی:

«دغه رپوټ د هر چا نه خوښيږي، خو هر څوک هغه وايی»

په رپوټ کي پر 194 هيوادو انتقادونه سوي دي، د امريکا په نظر 2009 ميلادي کال يو جنجالي کال ؤ،او په ډيرو هيوادوکي د بشر حقوقو پايمالول اضافه سوي دي ، خو بيا په ټول جهان کی د هغه د دفاع په خاطر هم ډیر کارونه او مبارزه سوې ده.

د دغه 194 هيوادونو په کتار کی په افغانستان او عراق کی دبشري بنیادي حقونو نه مراعاتولو ته ګوته نيول شوي او ويل کيږی چی دهندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان کی امنیتي وضع دتير کال په پرتله لاپسي خرابه شوې چي له دې امله په تيره بيا ملکی وګړي ډیر زیات زوریږي. په دغه رپوټ کی ويل کیږي چی دافغانستان دخاوری په دريمه برخه کي مسلحانه لانجې رواني دی.

دعراق په هکله په دغه کلني رپوټ کي ويل شوي چی

« که څه هم ددغه هیواد په امنیتي وضع کی دپخوا په پرتله ښه والی راغلی دی ، خو بياهم بشري بنیادی حقونو ته سمه پاملرنه نه کیږي.

هيلاری کلنټن:

«په غير د بشري حقوقواو انساني کرامت څخه سوله نسته.»

دغه رپوټ د امريکا دخارجي سياست دپاره ډير مهم اساس جوړوی.

Afghanistan 8000 Tote im vergangenen Jahr
انځور: picture-alliance/ dpa

په هغو هيوادوکي چه د بشر حقوق ډير لږ مراعت سوی دي ، او د لست په سر کي قرار لری ، هغه چين ، ايران ، کيوبا ، شمالي کوريا ، او سوډان دي.

د چين په ارتباط په رپوټ کي راغلي دي، چي په چين کي د بشر دحقوق حالت ښه سوی ندی ، بلکه لا خراب سوی هم دی ، د رژيم مخالفين زورول کيږي ، او مذهبي اقليتونه د تشدد سره مخامخ دی.

د ايران په ارتباط په رپوټ کي راغلي دي چي ، د ايران حکومت د مظاهره کونکو پر ضد د سخت دريځ څخه کار اخستی دی او په کيوبا کي د محبسونو حالت خورا خراب او بنديان اکثره وخت د لوږي د اعتصابونو له کبله مړه کيږي.

سر بيره پردې د امريکا د خارجه وزارت ماهران داروپا د بشر دحقوقوپه موضوع کښی هم تشويش لري ،او پوسنر پدې هکله بيا وا يي

«د مسلمانانوپه مقابل کي د تعصب څخه کار اخيستل کيږي، هلته د کرکي خپرولو جنايت کاران سته » ده خاصتأ په سويس کي دمسجدونو د منارو پر نه جوړولو باندي انتقاد کړيدی، چه خلګويې د ريفرانډم د لاري دغه غوښتنه وکړه.

د جرمني په اړه هم په رپوټ کي راغلي دي شويدي، او پوسنر يې داسي تشريح کوی.«د جرمني حقوقي سيستم عمومأډير قوي دي، خوپرابلمونه هم لري، مثلأ د تعصباتو په ارتباط.»

هلته د مسلمانوملمانو ښځو د پوړني پر سرکولو په ارتباط چه په مکتب کي نسي پر سر کولای، او يا د ساينتولوژي کليسا د يوې خاصي فرقې سره د تعصب څخه کار اخستل کيږي. په جرمني کي دخارجيانو او د يهوديت په مقابل کي تعصب او دښمنی پوره وده موندلې ، او يو پرابلم ګرځيدلی دی. داسي ويل کيږي چي په جرمني کي د دراست پلوه ګروپونو په مقابل کي د نظر ازادي، او د راجمع کيدو حقوق محدود سوي دي.

Frankreich Muslime Streit um Kopftuchverbot
انځور: AP

خو انتقاد کونکي د امريکا د حکومت څخه پوښتنه کوي او وايي، چي امريکا پر نورو هيوادو باندي انتقادونه کوي، او پر خپل ځان نه ؟ پدې هکله د کلينټن جواب دا ؤ چي دا به بيا په بل رپوټ او بل وخت کي تر سره سي . امریکایان هرکال په نورو هیوادو کی دبشري حقونو نه مراعاتولو ته ګوته نيسي خو ډیرو ته دا پوښتنه هم رامنځ ته کیږی ، چي امریکایان بايده دی دې ته هم ګوته ونيسي چی پخپله ددوی له خوا څومره بشري بنيادی حقونه تر پښو لاندي شوی او کیږی. دګونتانامو بندیخانه ، دبګرام به بندیخانه کی څه خبره ده ؟

آيا دبي پیلوتو الوتکو په واسطه دافغانستان اوپاکستان په قبايلی سیمو باندي دتوغندويو ګوزارونه ، چی تر اوسه په دغه پيښو کی ډیر ملکی بيګناه وګړي وژل شوي دي ، په بشري بنيادي حقونو باندی ورا تيری نشي بلل کیدلای.

زابينه مويلر/ ګرديوال /فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري