ډيرو ولایتو ته درایي ورکولوپاڼي اولازم وسایل استول سوي دي
۱۳۸۹ شهریور ۵, جمعهدرایو پاڼي او نور لازم وسایل په لومړي سر کي د انتخاباتو ولایتي مرکزونو ته او وروسته ولسوالیو ته استول کیږي .
دخروګاډياني، موټران، هيليکوپترونه او باروړونکي موټرسایکلونه به د دغو وسایلو د لیږلو لپاره په کار يووړل سي .
د پلان مطابق به انتخابات د نن څخه 22 ورځي وروسته تر سره کیږي.
د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون چارواکي که څه هم د 938 انتخاباتي مرکزو تړل کیدو ته مؤجه دلایل وړاندي کوي، خو د امنیت تر څنګ د انتخاباتي روڼ والي مسله ورته ډیره مهمه ده .
د ملک بیلا بیلو برخو ته تر اوسه پوري د رایود پاڼو او نورولازمو موادو په لیږلو کي کومه جدي ستونزه نده رامنځ ته سوې .
د انتخاباتو د کمیسیون ریس فضل احمد معنوي وایي چي تر درو راتلونکو ورځو پوري به درو نورو ولایتو ته هم پاڼي او نور ضروري وسایل واستول سي .
د لومړي ځل دپاره د انتخاباتي موادو په بسته بندۍ کي د کمپیوټري سیستم څخه کار اخیستل سوی ،چي پکښي د لاس وهلو امکان له مینځه ځي .
معنوي هغه آوازې هم رد کړې چي ګواکي داپلا به د رایي ورکولو مرکزونه د شخصي افرادو په کورونو کي جوړیږي :
(( هيڅ کله به هم د ځواکمن کس له کور څخه کار وانه خیستل سي،موږ به دنورو لارو څخه کار واخلو . تاسو به د دې شاهد نسی چي د یو چا په شخصی کور کي مرکز خلاص شوی وي)).
دا پلا د غزني ولایت یو د هغو ولایتونو څخه دی چي پکښي به ډیر انتخاباتي مرکزونه تړلي پاته وي .
دغلته د تړلو مرکزونو شمیره 107 ښودل سوې ده.
د غزني ولایت وکیل عبدالجبار شیلګری د انتخاباتي کمیسیون په دغه پریکړه خواشینی دی او هغه د انتخاباتو د عمومیت مشخصې ته زیان رسونکې بولي.
عبدالجبار شیلګری:
(( عمده دلیل د مرکزونو د کموالي، نا امني ده . مونږ د امنیتي ارګانو سره ډیر بحث وکړ او هغوی ددې سره موافقه وکړه چي 107 مرکز ونه به بند وي . امنیتي ارګانو د دې تظیمن نسوای کولای چي د دغو مرکزو امنیت ټینګ کړي او متاسفانه چي تړلي پاته سول)).
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس بیا وایي چي دوی د یوه منظم پلان پر اساس د انتخاباتي مرکزونو شمیره را کمه کړې ده .
د ښاغلي معنوي په وینا چي دوی د تیرو انتخاباتو د تجربو پر اساس یو شمير مرکزونه نه پرانیزي . نوموړی وایي ،
(( چي مونږ ځکه د محلاتو شمیره را ټیټه کړه چي دا ځل رایي پاڼي په سخاوت مندانه ډول نه ویشو، مونږ په دقت سره دا پلا د رايي ورکولو پاڼي ولایتو ته استوو او مرکزونه هم ځکه تړلی پاته سول چي امنیت یې نسو ټینګولای او د انتخاباتو دکمیسیون په ګډون مختلفو ادارو یې پرانیستل ضروري و نه بلل)).
د را روانو انتخاباتو د 249 څوکیو دپاره څه باندي 2500 تنو ځانونه نومولي دي .
تر اوسه پوري 90 زره کسانو د انتخاباتي نظارت لپاره اجازه لیکونه تر لاسه کړي او ټاکل سوې ده چي د ولسي جرګې انتخابات د وږي د میاشتي پر 27مه نیټه تر سره سي .
جلالزی
کتونکی : محمد قاسم نوري