1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيری افغانان په هيواد کي د امنيتي وضعي له امله اندېښمن دي

۱۳۸۷ اسفند ۲۹, پنجشنبه

په افغانستان کي د يوشمېر خيريه ټولنو له خوا وروستۍ احصايوي نظر پوښتنه ښيي چي د هرو درو تنو څخه دوه تنه يې په هيواد کي د روانو امنيتي حالاتو څخه ډير ناراضه دي

https://p.dw.com/p/HFew
د کابل ورځنی ژوند
د کابل ورځنی ژوندانځور: picture-alliance /dpa

د دغوخيريه ټولنوڅېړني ښيي، چي په سلوکي 63 افغانان په دې نظر دي چي په هيواد کي امنيتي وضعه د 5 کاله پخوا په پرتله خرابه سوې ده. په 2004 کال کي لا په سلوکي 75 کسو د امنيتي وضعي په ښه کيدو باندي باور درلودی.

ملګري ملتونه به په همدې ورځوکي په افغانستان کي پر خپل ماموريت باندي چي د مارچ د مياشتي پر23 باندي يې دوره پاي ته رسيږي بيا غور وکړي. د مرستو يو شمېر ټولنو دهغو په منځ کي د پاملرني،اکسفام، او سیف دچلدرن خيريه ټولنو د ملګرو ملتو څخه غوښتي دي چي د امنيتي اقداماتو هدف دافغانستان وګړي وګرځوي.

په دې نووڅېړنوکي د وسلو له لاري زور چلول، د زورلارو طالبانو زورزياتي، او ځانمرګي ګوزارونه د کواښونو په توګه نومول کيږي. د پوښتل سووکسانو په نظر ددغوکسانومحرکه قوه غریبي،او وزګاري ده. افغانان په پوليسو باندي هيڅ اعتماد نه لري.

دپوښتنو له ځوابونو څخه داسي څرګنديږي چي دوي دمليشه وو دبې وسلي کولو په نوښتونو باندي هم اعتبارنه کوي، ځکه چي دوي په دې ډاډه دي چي جګړه سالارانو خپلي وسلې پټي کړي دي.

دا نوي څېړني، د غريبۍ سره مبارزه وکړی، ناامني پای ته ورسوی او د افغاني طرز فکر رعايت وکړي نوميږي. چي د افغانستان خلک دغو موضوعګانوته د لومړيتوب ورکولو غوښتنه کوي. په افغانستان کي د پاملرني د خيريه ټولني مشر لکس کسنبرګ وايي:« دملګرو ملتونو موسسه بايد ځان زياتره په افغاني ښارګوټو او کليو کي په امنيت باندي بوخت کړي.» دی وايي موږ بايدپه دې وپوهيږوچي ناامني يوازي د امنيتي ځواکونو، د مرستندويو ټولنو، او د حکومتي عسکرو ستونزه نه ده،بلکي عادي افغانان هم له دې امله په خطرکي دي.

د ملګرو ملتونو د ماموريت د دورې د پاي ته رسېدو اوپر دې موضوع باندي بيا دغور کولو په پام کي نيولو سره خيريه ټولنو د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چي د افغانانو د امنيت په برخه کي مرسته و کړي او د غريبۍ او بېکارۍ سره په مبارزه کي د افغان حکومت سره مرسته وکړي، ځکه چي افغانان هغه د نا امنۍ اصلي لامل بولي.

څېړني کښلي دي چي په امنيتي ساحه کي دسمښت په راوستلو کي بايد ملګري ملتونه مرسته وکړي چي په دي برخه کي بايد افغاني پوليسو روزنه د ملکي احتياجاتو له پاره په پام کي ونيوله سي.

AG / اميري

کتونکی: زيارمل