1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډير ژر به په ټول افغانستان کي د زعفرانو کښت پيل سي

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

نړيواله ټولنه د افغانستان د کرهڼي وزارت په مرسته هڅه کوي چي دغه بوټی د کوکنارو ځای ناستی کړي.

https://p.dw.com/p/QWj5
په هرات ولايت کي کرل سوي زعفران
په هرات ولايت کي کرل سوي زعفرانانځور: DW

په همدې هدف وختي لا د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کي د زعفرانو د بوټي د کرلو کمپاينونه پيل سوي چي د چارواکو په وينا له حاصلاتو څخه يي بزګر خوښ دي.

دمګړۍ د زعفرانو د يو کيلو بيه د۳۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه ۵۰۰۰ ته لوړه سوې ده.

د کرهني او ابو لګولو د وزارت د ترويج پخواني امر او د کرهڼي ماهر محب الله ستانکزي نن دويچه ويله ته وويل چي د افغانستان چاپريال ته په کتو سره د زعفرانو بوټی ډيره ښه وده کولای سي او له همدې امله يې په يو شمير لويدځو ولايتونو کي تر ډيره بريده د کوکنارو ځای نيولی دی.

له خوا د کرهڼي وزارت وياند مجيدالله قرار بيا وايي د هغي څېړني له مخه چي په دې ورستيو کي د دوی له لوري تر سره سوې دا معلومه سوې چي د ملک د شلو ولايتونو چاپريال د زعفرانو د بوټي د کرلو لپاره سل په سلو کي وړدی.

د قرار د وينا له مخه، سږ کال د زعفرانو د کرلو ملي کمپاين د افغانستان په سويل، شمال او شمال ختيځو ولايتونو کي پيل سوی او ټاکل سوې چي ډير ژر د افغانستان نور پاته ولايتونه هم د دغه کمپاين تر پوښښ لاندي ونيول سي.

«تر ۱۳۸۷ کال پوري د زعفرانو کښت د يوه منظم پلان له مخه نه بلکي د يوه پاشل سوي پلان له مخه پلي کېده، خو په ورستيو دوو کلونو کي د زعفرانو د کرلو لپاره يو منظم پلان جوړ سوی او کروندګر د مرستندويه ادارو په مرسته د دغه پلان له مخه کار کوي».

د کرهني او اوبو لګولو د وزارت د راپورونه له مخه تير کال په ۳۰۰ هکټاره ځمکه کي زعفران کرل سوي ول خو دمګړۍ د افغانستان د زعفران کارانو د ټولني د چارواکو وينا ده چي يوازي په شمالي ولايتونو کي په ۵۰۰ جريبه ځمکه کي زعفران کرل سوي دي.

Flash-Galerie Frauen Afghanistan Safran Handel Opium
انځور: Italienische Armee

د دغي ټولني مشر محمد هاشمي وايي چي تير کال د افغانستان په شمالي ولايتونو کي په ۳۰ جريبه ځمکه د زعفرانو بوټي کرل سوي ول خو ښو پايلو ته يي په کتو سره اوس د هغو ځمکو اندازه ۵۰۰ جريبه ده چي پري د زعفرانو بوټي کرل سوي دي.

نوموړي وويل چي په شمالي ولايتونو کي کروند ګرو په بې ساري توګه د زعفرانو د بوټي کرلو ته مخه کړې او د هغو کروندګرو شمېر چي د کوکنارو بوتي کري شاوخوا پينځه زره کسانو ته رسيږي.

د هاشمي په وينا، دغو کسانو د شنه کلي په نامه په هغه ټولنه کي ځانونه راجستر کړي چي په سيمه کي د زعفرانو د بوټي د کرلو لپاره له بزګرو سره مرسته کوي.

ويل کيږي چي په شمال کي ډيري زعفران د بلخ په ولايت کي کرل کيږي.

د شمالي ولايتونو د زعفرانو د ترويج د ټولني ريس همدا راز وويل چي د شنه کلي ټولنه هغو بزګرانو ته چي ورسره راجستر وي د زعفرانو يو کيلو تخم په يو سل او پنځوس افغانۍ ورکوي په داسي حال کي چي په تور بازار کي د دغه تخم بيه شپږ سوه افغانيو ته چي له څه باندي دولسو ډالرو سره برابريږي رسيږي.

د کرهني وزارت وايي چي د لومړي ځل لپاره د کندهار په ولايت کي هم د زعفرانو نمونوي بوټي کرل سوي دي.

د وزارت نطاق وايي چي د زعفرانو بوټي د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره کرل سوي او حاصلاتو ته به يې په کتو سره نور بزګر هم وهڅيږي چي د دغه بوټي کرلو ته مخه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل