1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيپلوماټان: اتمر او صالح د طالبانو سره د خبرو اترو مخاليف وه

۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د طالبانو پر ضد جګړې په يو حساس پړاوکي د افغانستان د امنيتي چارو دوو مهمو چارواکو له دندي ګوښه کول د واشنګټن او کابل تر منځ نوي اندېښني پيدا کړي دي...

https://p.dw.com/p/Nk4e
د کورنيو چارو پخوانی وزير حنيف اتمر
د کورنيو چارو پخوانی وزير حنيف اتمرانځور: DW

د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت لوی رئيس امر الله صالح څلور ورځي وروسته تر هغه خپلي د خپلو دندو څخه استعفاوي وکړې، چي زور پالونکو د سولي د ملي مشورتي جرګې پر غونډه باندي توغندی بريدونه وکړل.

د بريد پرمهال ولسمشر کرزي د جرگې 1600گډونوالو ته وينا کوله.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر وويل چي، د سولي د ملي مشورتي جرگې پر مهال د امنيت په ساتلو کي د پاته راتلو په وجه جمهوررئيس دواړه د خپلو دندو څخه رخصت کړل.

اتمر د 2008 او صالح د 2004 ميلادي کال را په دي خوا د کرزي د حکومت د مهمو امنيتي ارګانونو دندي په غاړه درلودې.

دواړو په هيواد دننه او لويديځه نړۍ کي د طالبانو پر ضد جګړه کي شهرت درلودی.

هغوئ دواړو په انګريزي ژبي ډير ښه مسلط ؤ او په دې پوهيدل چي د افغانستان لويديځ ملاتړ کونکي ددوئ څخه څه غواړي.

د امريکا د متحده ايالاتو د نوي ستراتيژۍ دپاره د افغانستان توانمندي چي د خپلو پولو د امنيت ساتنه په خپله غاړه واخلي او د طالبانو د بغاوت ټکول خورا اهميت لري. ترڅو هغه ماموريت ته بالاخره د پای ټکی کښېږدي، چي تقريباً 9 کاله د واشنګټن دپاره سخت مالي او ځاني تاوان د ځان سره لري.

د ملي امنيت پخوانی لوی رئيس امرالله صالح
د ملي امنيت پخوانی لوی رئيس امرالله صالحانځور: AP

جمهور رئيس کرزي وغوښتل چي د سولي جرګې د لاري طالبانو ته د روغي جوړي دروازه خلاصه او ددې لاري د خپلو لويديځ ملاتړ کونکو سره مرسته وکړي، چي د هغه په هيواد کي پر بغاوت باندي لاس بري سي.

خو د رپوټونو د مخه حنيف اتمر او امر الله صالح دواړه د کرزي ددې پلان مقابل کي سختي ملاحظې درلودې.

که څه هم چي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي صالح دا خبره ومنله چي، د هغه له دندي څخه دکرزي نه رضايت د دې اصلي لامل وګرځېدی چي دی دخپل مقام څخه استعفاء وکړي.

خو په نوموړي مطبوعاتي کنفرانس کي امرالله صالح يادونه وکړه چي هغه يو شمير نور« دلايل هم لري چي ولي دی استعفا ته مجبوره سو، ولي نه غواړي چي اوس په ښکاره توګه ورباندي خبري وکړي.

له کابل څخه د فرانس پرس د خبري آژانس د يو رپوټ د مخه،امريکايي قوماندانو او چارواکو هم په شخصي توګه د طالبانو سره د کرزي د سولي د پلان په هکله اندېښنې څرګندي کړي دي، او وايي چي د هغه ستراتيژي سمه پلان سوې نه ده.

ډيپلوماټ«خصوصاً د اتمرځای ښايي په سختۍ سره ډک سي، موږ وضع د نژدې څارو، دا زموږ ټولو دپاره ښه خبر نه ؤ.»
ډيپلوماټ«خصوصاً د اتمرځای ښايي په سختۍ سره ډک سي، موږ وضع د نژدې څارو، دا زموږ ټولو دپاره ښه خبر نه ؤ.»انځور: AP

خو د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګېټس ددې څخه ډه ډه وکړه چي په ښکاره توګه د افغانستان د حکومت د دوو لوړپوړو امنيتي چارواکو د ګوښه کولو په خاطر پرکرزي باندي نيوکه وکړي.

هغه دا د «افغانانو خپل کورني» مسایل وګڼل. د دفاع وزير خبریالانو ته يوازي دونه وویل چي« زه هیله من یم،چي جمهور رئيس کرزی به د هغو کسانو پرځای، چي د دندوڅخه رخصت سوي دي، هغه څوک وټاکي،چي هغوئ ته ورته کفايت ولري.»

ګېټس دغه تبصره د آزربایجان پلازمېني، باکو ته د سفر پر مهال په الوتکه کي خبریالانو ته وکړه.

په کابل کي یو لویدیځ ډيپلوماټ د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط د فرانس پرس خبري آژنس ته ویلي چي:« د کرزي او د هغه د نوموړو امنيتي چارو د مشرانو ترمنځ اړيکي سړې سوي وې ځکه هغه د طالب جنګیالیو سره د روغي جوړي مخالف ول.

نوموړي ډپيلوماټ یادونه کړې، چي دغه چارواکي د لويديځ د ملاتړ څخه برخه من ؤ. د ډيپلوماټ په خبره« خصوصاً د اتمرځای ښايي په سختۍ سره ډک سي، موږ وضع د نژدې څارو، دا زموږ ټولو دپاره ښه خبر نه ؤ.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل