1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيپلوماټان: امريکايان د افغانستان څخه د وتلو په لټه کي دي

۱۳۸۷ اسفند ۲۵, یکشنبه

په داسي حال کي چي یو وخت واشنګټن او د هغه متحدينو په وياړ ويل چي افغانستان به په يوې لانجمنه سيمه کي د ډيموکراسۍ نمونه وګرځي، چارواکي اوس مني چي حالات ډير خراب او ناټو نه سي کولای چي يو ښکاره پوځي برياليتوب تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/HCNc
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

وروستۍ څو اونۍ په افغان جبهه کي د یو لړ د شور اوځوګ څخه ډکو ډيپلوماتي هلوځلوشاهدي وې، خوا دا پرهغه څه باندي بايد پرده ونه غوړوي چي لويديځ د دغه جګړه ځپلي هيواد څخه د خپلو هيلوکچه ډيره راټيټه کړې ده، لکه څنګه چي دهغه ډيپلوماټان هم ورباندي اعتراف کوي.

د متحده ايالاتو د جمهور رييس مرستيال، جو بايدن تيره اونۍ اعتراف وکړی چي:« موږ دا جګړه ګټلای نه سو» او په یو پراخ بنسټه سياسي حل کي يې د منځ لارو طالبانو د ګډون » یادون وکړی.

کاناډا او بريتانياهم له دې دريځ څخه ملاتړ کوي او څو ورځي مخکي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوشنر هم یادونه وکړه،که چيري په راتلونکو انتخاباتو کي« منځ لاري طالبان پرمختګ وکړي»،لويديځ بايد له هغو څخه مخ وا نه ړوي.

ډيپلوماټان اوس لږ تر لږه هيله کوي،که چيري د حل کومه لاره پيداسي ترڅو د ياغي عناصرو د خطرونو مخه ونيوله سي او د بيارغاوني کارونو له پاره دراوزه پرانیستله سي، دا به هم یو سترکار وي.

په عین وخت کي لويديځ مشران د جمهور رييس حامد کرزي له حکومت څخه چي يو وخت ورته د سولي له پاره تر ټولو زيات د هيلي په سترګه کتل کيده،د ځان ليري ساتلو لاره نيولې ده،پر دغه حکومت باندي دبې کفايتۍ او د نشه يي توکو له سردارانو سره د تړاو تور لګول کیږي.

د امريکا نوې اداره پر افغان حکومت باندي په نشه يي موادو کي د لاس لرلو تور لګوي
د امريکا نوې اداره پر افغان حکومت باندي په نشه يي موادو کي د لاس لرلو تور لګويانځور: picture-alliance/ dpa

یوه فرانسوي ډيپلوماټ چي د فرانس پرس خبري آژانس ته د خپلي پيژندني دنه بربڼدولو په شرط خبري کړي، اعتراف کړی چي:« موږ د خپلو هیلو درجه راکښته کړې ده.» هغه وویل: « امريکايان اوس د وتلو يوه لاره لټوي، هغوی نور زيات افغانستان ته د یوستراتيژيک هدف په توګه نه ګوري. ښايي دوه تر پنځه کال پوري وخت ونيسي، خو موږ د ځان خلاصولو په لټه کي يو».

دا هلي ځلي چي د ناټو او د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندي70000 سرتيري دي د طالبانو د بغاوت پرضد چمتو کړل سي،هم داسي ښکاري چي کومه نتيجه نه وي ورکړې، دا په خپله د« ملت جوړوني» له پاره د یوځواک په توګه د ناټو نيمګړتيا ښيي.

د واشنګټن د جانز هوپکینز د پوهنتون د اتلانتيک د پوري غاړي د اړيکو له پاره د مرکز څخه دانیل هاميلتن وويل:«دا هغه یوه موضوع نه ده چي ناټو دي په يوازيتوب سره حل کړای سي.»

ديوې هڅي په توګه د ناټو له پوځي ماموريت څخه د ملاتړ په موخه په هغه سازمان کي سترو لوبغاړوخپل ځانګړي استازي ټاکلي دي تر څو د افغانستان او پاکستان سره اړيکي له نژدې وڅاري.

خو د لويديځو هيوادونو دغه نوی ټیم وروسته له 7 کلونوجګړو او د يو لړ واقعيتونو په پام کي نيولو سره جوړ شو. او دا هم په داسي حال کي ده چي د بغاوتونو لمن په پاکستان کي هم خوره سوې او په افغانستان کي يې د ټوليدو نښه نښانه نه ليدل کيږي، دا هغه وخت دی چي د نوی پلان له پاره غوښتنه کوی.

د بهرنیو اړیکو له پاره د اروپا د شورا بريتانوی کار پوه، نیک ويتني، وويل : « موږ یو ښکاره پلان او یو ښکاره انجام ته اړتیا لرو».

ډيپلوماټان په دې نظر دي چي که چيري د کرزی د بديل په لټه کي څوک وي خو هغه په اوس وخت کي بل بديل نه لري
ډيپلوماټان په دې نظر دي چي که چيري د کرزی د بديل په لټه کي څوک وي خو هغه په اوس وخت کي بل بديل نه لريانځور: AP

کار پو هان استدلال کوي، نوی پلان بايد د افغانستان د اګست د مياشتي د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کي د يوجدي پراختيايي اقتصادي او ټولنيز پروګرام تر څنګ د يوې سياسي روغي جوړي د پروسې د جوړولو له پاره بندو بست وکړي.

د فرانسې د بهرنيوچارو په وزارت کي د پلان جوړوني د ادارې مدير، Pierre Levy وايي:« دسپتمبر د 11 له پيښي او د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته داسي هيلي موجودي وې چي له افغانستان څخه به یو« ټينګ ډيموکراتيک دولت» جوړ سي.

هغه وايي:« خو اوس ډيري پاملرني نورو ماموريتونو ته اړول سوي دي،لکه د ترياکو له مينځه وړل چي هيروين ځني جوړيږي او د هغو له عايداتو څخه روان بغاوتونه او «فاسد او اختلاس کونکي افغان» چارواکي تمويلږي.

Levy وايي، د ستراتيژي د يو ماسټر پلان د نشتوالي له امله دغه ماموريت هم کمزوری سوي. هغه په پاريس کي له استازو سره په يوسمينار کي چي په دې وروستيو وختو کي داير سوی ؤ دکرزی له واکمنۍسره ستونزو ته په اشاره کولو وويل« اصلي ستونزه د يوې سياسي حل لاري پيداکول دي.»

د فرانسې د جمهور رييس نيکلا سارکوزي د دفتر څخه يو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس ته د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط خبري کړي وويل :«موږ هغي يوې ستراتيژۍ ته اړتيا لرو چي د نشه يي توکو شبکه چي ياغيان تغذيه کوي شنډه کړي، موږ هغه يوحکومت ته اړتيا لرو چي ډير زيات په اختلاس او اداري فساد لړلی نه وي او وکړای سي چي له کابل څخه د باندي هم واکمني وچلوي.

له دغه فرانسوي چارواکي څخه پوښتنه وسوه چي آيا«لويديځ بايدد کرزي له پاره د یو بديل په لټه کي سي؟»، په ځواب کي وويل:« ستونزه دا ده چي هغه په اوسني وخت کي بديل نه لري.»

آژانسونه/ ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل