1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیر شمیر امریکايان د حکومت خوراکي مرستو ته اړتیا لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/14iLq

د امریکا په متحده ایالاتو کې د هغو وګړو شمیر مخ په زیاتیدو دئ چې د حکومت له اړخه د خوراکي توکو مرستو ته ضرورت لري. د امریکا د کانګرس د بودیجې د دفتر په حواله په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هر اووم امریکايي وګړي د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.

په دې شمیر کې د ۲۰۰۷ میلادي کال یعني د اقتصادي بحران د پیل راهیسې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دئ. د چارواکو د اعداد و شمیرو له مخې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله به دغه اړتیا لا پسې زیاته شي. د اټکلونو له مخې به د تر دې وخت وروسته بیا د اقتصادي وضعې ښه والې په کم معاش لرونکو وګړو هم تأثیر وکړي.