1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېرو مسلمانانو له ټرامپ سره بايکاټ اعلان کړی دی

اندرياس ګورڅېفسکي۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

ولسمشرۍ ته جمهوري غوښتونکی کانديد، ډونالډ ټرامپ، نه غواړي چې مسلمانان دې د امريکا متحدو آيالاتو ته سفر وکړي. خو په اقتصادي لحاظ دی ځان ته خپله زيان رسوي. هغه خپله له نژدې ختيځ سره تجارتي اړيکي لري.

https://p.dw.com/p/1HMbh
انځور: Getty Images/J. Sullivan

سعودي شاهزاده الوليد بن طلال په امريکا کې ولسمشرۍ ته د نوماند، ډونالډ ټرامپ په وړاندې خپله نيوکه ډېره څرګنده کوي: «ته لوی شرم يې، نه يوازې د جمهوري غوښتونکي ګوند، بلکې د ټولې امريکا له پاره.» دغه خبره د «فوربس» مجلې په حواله تر ټولو شتمن عرب وګړی په تويتر کې کاږي.

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړی زياتوي: «د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاين څخه په شا شه، ځکه چې ته به هيڅکله ګټونکی ونه اوسې.» د ټرامپ هغه غوښتنه چې مسلمانان دې نور د امريکا متحده آيالاتو ته پرېنښودل شي، په ټول ختيځ کې له کرکې او غوسې سره مخامخ شوې ده. ټرامپ په دې غوښتنې سره د يوې اسلامپالې ترهګرې جوړې له خوا خونړي بريد ته غبرګون ښودلی و چې د کليفورنيا په سان برنادينو ښار کې يې ۱۴ انسانان وژلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې ټرامپ خپله مليارډر دی او د ده شرکتونه په نژدې او منځني ختيځ کې ډېر فعاله هم دي. په اندونيزيا، ترکيې، اذربايجان، قطر او په متحده عربي اماراتو کې د ټرامپ شرکتونه ډېرې پيسې ګټي.

د ټرامپ په نوم په دغه سيمه کې د ګولف لوبي کلبونه، لوکس هوټلونه او د املاکو لويې پروژې شتون لري، چې يوازې ډېر شتمن خلک ورته لاسرسی لري. ټرامپ د دې له پاره هم پيسې اخلي چې تجارتي ملګري يې په خپلو توليداتو باندې د ټرامپ له نوم او نښان څخه ګټه پورته کوي.

د ټرامپ توليدات له پلورنځيو څخه لېرې شول

خو د ټرامپ نوم اوس په ډېرو هېوادونو کې د خرڅلاو له پاره خنډ ګرځېدلی دی. د لېنډمارک ګروپ په نوم د شرکتونو اتحاديې چې اصلي مقر يې په دبۍ کې دی، د بريتانوۍ «ګارډين» ورځپاڼې په حواله د ټرامپ په نوم د کور د سمبالښت توکي له خپلو ۱۸۰ دکانونو څخه وايستل. استدلال يې دا دی چې دغه شرکت د خپلو پېرېدونکو ارزښتونو او احساساتو ته د درنښت په سترګه ګوري. دغه احساسات د شرکتونو خاوند او امریکايي سياستوال، ډونالډ ټرامپ په خپلو څرګندونو سره تر پښو لاندې کړي ول.

خلف الحبتور، چې د عربي متحده اماراتو يو بډايه د لويو شرکتونو څښتن دی، پخوا له ټرامپ څخه ملاتړ کاوه، خو اوس يې ورته شا اړولې ده. هغهْ په ابو ظبۍ کې خپرېدونکې په «دَ نېشنل» ورځپاڼه کې ليکلي دي: «کله چې قدرت له ناپوهۍ او تېر ايستنې سره يو ځای شي، نو داسې زهرجن ترکيب ورڅخه جوړيږي چې د امريکا متحده آيالاتو او موږ ټولو ته ګواښ پېښوي.»

په استانبول کې د ټرامپ ټاور په نوم يوه جګه ودانۍ ولاړه ده. هغه د ټرامپ له نامه سړه تړلې ودانۍ ده. د هغې مېنيجر، بيولنټ کورال د ټرامپ د څرګندونو په اړه ويلي دي: «دغسې څرګندونې بې معنی دي او له داسې يوې روحيې څخه استازيتوب کوي چې د سولې دوسته دين اسلام سره تفاهم هيڅ نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې ټرامپ اصلا نژدې ختيځ د خپلو مالي او اقتصادي علايقو له پاره د ودې او اقتصادي غوړېدنې بازار ځان ته کتلی و. د هغه لور، ايوانکا چې د ده په شرکتونو کې مخکښه دنده لري، يو څو مياشتې مخکې يوې مجلې ته ويلي ول چې دبۍ د هغې له پاره لومړيتوب لري. سربېره پر دې هغې د پانګونو له پاره قطر، سعودي عربستان او ابو ظبۍ هم ياد کړي ول.

د «عربي بيزنس» په نوم مجلې داسې يوه تبصره چاپ کړې ده چې له مخې يې بايد په سيمه کې هر شرکت په دې باندې جدي غور وکړي چې آيا له ټرامپ سره همکاري کوي، که څنګه. زياته شوې ده چې مسلمان مشتريان په نژدې ختيځ کې د امريکا متحدو آيالاتو په راتلونکو ټاکنو کې رايه نه شي ورکولای، خو په خپلو پيسو سره کولای شي چې يو څرګند پيغام ورولېږي.