ژورناليستانو ته اړتيا
۱۳۹۴ آذر ۳, سهشنبهاعلان
د ژورناليست په توگه ستاسو دندې:
د افغانستان د ورځنيو پيښو او تحولاتو په هکله هراړخيز، بېطرفه او د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ د راډيو او انترنيټ پاڼي له پاره راپور جوړول او مرکې کول.
د افغانستان د سياسي، ټولنيزو،اقتصادي او امنيتي وضعيت په هکله وخت په وخت څېړنه او د هغو په هکله د راډيو او انترنيټ پاڼي له پاره د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ تحليلي رپوټ جوړول.
د استخدام شرايط:
- په ژورناليزم کي مسلکي لوړي زده کړي.
- راډيويي، مطبوعاتي او یا د خبري رسنيو سره څوکلنه کاري تجربه.
- د ژورناليزم د نړیوالو معيارونو، په خاصه توګه بيا د انلاين ژورناليزم سره پوره پيژندګلوي.
- په مورنۍ ژبه پښتو په لوړه سویه پوهيدل (ليک او لوست)، او د امکان په صورت کي په دري ژبه هم د خبرو کولو توانمندي.
- په انگرېزي او آلماني ژبه په هغه سويه پوهيدل چي له خبري سرچينو او رسنيو څخه ژباړه وکړای سي.
- د راډيو له پاره د رپوټ جوړولو په موخه د تخنيکي وسایلو سره پوره پېژندګلوي.
- د Word په پروګرام کي د پښتو د ليکولو توانمندي.
که چيري تاسي د ښځينه خبريالي یا نارينه خبريال په توګه دغه وړتياوي لری، نو د مهربانۍ له مخي د ۲۰۱۵م کال د دسمبر مياشتي تر ۲۸ نېټې پوري خپل ژوند ليکونه، د زده کړي اسناد، د کاري تجربو تصديقونه او يوه قطعه عکس په لاندي پته را ولېږئ. pashto@dw.com