1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايی د م م يو کمسيون د بې نظير بوټو وژنه و څېړی

۱۳۸۸ تیر ۱۰, چهارشنبه

کله چې د مشرف د هغه وخت حکومت، د 2007 کال د دسمبر په 27 نيټه د بينظير بهوټو د وژنې پړه، د پاکستان د طالبانو په مشر بيت الله محسود په غړه ورواچوله، د ده پلويانو او ډيرونورو پاکستانيانو د نه منلو وړ غوسه وښوده.

https://p.dw.com/p/Iejq
د مېرمن بوټو د وژنې په اړوند ديرې پوشتنې شته ديانځور: picture-alliance/ dpa

د دې له وژنې نه په مخکې اوونيو کې، بينظير بهوټو څه نا څه د پرويز مشرف د چاپيريال سياستوال په دې ملامتول چې د دې د له منځه وړلو په سوچ کې دی.

د دې له وژلو وروسته د پوښتنو لړۍ رامنځته شوه: آيا دا رښتيا يو ځان وژونکی بريد وو، چې بينظير بهوټو يي ووژله؟ ولې سملاسی له بريد نه وروسته د پيښې ځای د اطفايې د پايپونو په واسطه ومينځل شو، داسې چې دټولې د شواهدو نښې نښانې له منځه لاړې؟
حتی د سکاتلند يارد ورپسې څيړنو هم چې په ډيرو برخو کې يي د پاکستانی ګمارل شويوغبرګون وکړ، ونشو کړای چې په شک کې کسان آرامه کړی.

د پاکستان ولسمشر او د بينظير بهوټو کونډ، آصف علی زرداری د خپلې ميرمنې په وژنه کې د خپلې انديښنې برخه پرځای کړه نه يواځې په دې کې چې د عدلی طب د معاينو اجازه يی ورنه کړه. د پښې نه لږ وروسته زرداری وويل، دﺉ پوهيږی چې چا بينظير وژلې ده. متقاعد جنرال طلعت مسعود په دې اړه وايي:

« ده هر ممکن شی وويل! که دﺉ پوهيدای چې دا څوک وو، نو ولې يي ددې په ځای چې د پاکستان پرګنو، خپل ګوند او نور ته څرګند او افشأ کړی، د قضيې څيړل يې ملګرو ملتونو ته ورکړل. »

واقعاً هم دا پوښتنه پيدا کيږې چې ولې پاکستان په خپله د قضيې څيړنه ونه کړه، يا د بينظير د خلکو ګوند اويا د پاکستان پيپلز پارټۍ چې همدا اوس يي حکومت په لاس کې دی. ځينی څارونکي سوچ کوی چې، ولسمشر د بينظير بهوټو د سياسی وارث په توګه، د نړيوالو پام د بّوټو د وژنې پيښې ته په اړولو سره غواړی خپل مشروعيت پياوړی کړی. زرداری خپله څه موده مخکې وپتييله:

« موږ نه غواړو دغه قضيه د راولپنډظ محلی پوليسو ته ورکړو. موږ دغه څيړنې د تاريخ لپاره هم غواړو. موږ غواړو چې د څيړننو پايلې په تاريخ کې ثبت شی. څو خلک دغه سياستواله او د هغې د لارې ملګري چې ددې قضيه او د دې وينا او د دې عقيده يې ملت ته وړاندی کړی، په ياد ولری !»