1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ښایي د بې پیلوټه الوتکې په برید کې بدرالدین حقاني وژل شوی وي»

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wiH

د رویټرز خبري آژانس د پاکستان او افغانستان د استخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکوي چې ښایې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حقاني د شبکې د عملیاتو قوماندان وژل شوي وي. دغه چارواکو زیاته کړې ده چې ښایي په روانه اونۍ کې په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې بدرالدین حقاني وژل شوی وي.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې بدرالدین حقاني او نور یاغیان له هغه کور څخه تښتیدلي وو چې پرې برید تر سره شوی وو او هغوی ښایي په دویم برید کې چې په موټر تر سره شوی وو، وژل شوي وي. خو لا هم په رسمي توگه د بدرالدین حقاني د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. د پاکستان یوه بل امنیتي چارواکي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې د دوی مخبر رپوټ ورکړی دئ چې بدرالدین د اگست د میاشتې د ۲۱ نیټې په برید کې وژل شوی دئ خو دوی لا دا رپوټ نه شي تائیدولای.