1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښي اړخو د آلمان د عدلیې وزیر په وژلو گواښلی

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

ښي اړخو ناسونالستانو د آلمان د عدلیې وزیر هائیکو ماس، په وژلو گواښلی. نوموړي وزیر په ځواب کې ویلي دي چې هغه د دغو افراطیانو د کرکې او نفرت پر بنسټ له ورکړل شویو گواښونو څخه ویره نه لري.

https://p.dw.com/p/1J0z3
Symbolbild Flüchtlingsgegner Pegida AFD Rechte
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

د آلمان خبري آژانس د یکشنبې په ورځ وویل چې د آلمان د عدلیې وزیر هائیکو ماس، ته د قتل د گواښونو تر څنگ د هغه د کور له پوست بکس څخه د یوې مرمۍ پوچک هم موندل شوی دی.

د آلمان د عدلیې وزیر هائیکو ماس
د آلمان د عدلیې وزیر هائیکو ماسانځور: picture-alliance/dpa/K.Schindler

د دې گواښ په ځواب کې ماس د آلمان مشهورې ورځپاڼې «بلډ» سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې هغه به د ښي اړخو افراطیانو د دا ډول گواښونو او نفرت پارونکو لفظي بریدونو پر وړاندی سر ټيټ نه کړي.

ماس، په دغه مرکه کې وویل: «هغه څه چې ویل کیږي او عملي کیږي دومره بیزاره کوونکي دي چې اوس ما د هغو جدي نیول پریښي دي. پر دغو گواښونو ما څوک نشي بیرولی.»

هائیکو ماس، چې د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې یې د سیاست عملي ډگر ته وردانگلي دي د «بلډ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «په مجموع کې د سیاست په برخه کې هیڅ کله هم دومره له تاوتریخوالي ډک او وحشیانه چلن سره نه وم مخامخ شوی، لکه نن.»

نوموړي زیاته کړه هر هغه څه چې ده ته لیکل کیږي، له کرکې ډک دي. د آلمان د عدلیې وزیر په حواله ده ته په شویو گواښونو کې حتې تر دې اندازې پورې ویل شوي دي چې دی به په کومه ورځ، کوم ځای او څه وخت ووژل شي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل په کابینه کې د عدلیې دغه وزیر ته یوازې لفظي گواښونه نه دي شوي، بلکې د ده د کور په پوست بکس کې د ۹ ملي متره مرمۍ پوچک هم ترلاسه شوی.

د آلمان د عدلیې وزیر په خبره دا کارونه د ښئ اړخو افراطیانو له خوا ترسره کیږي: «په بنسټیز ډول له مهاجرو سره کرکه کوونکي او د اسلام مخالف گوند پیگیدا، له مهاجرو سره کرکه کونکې سیاسي گوند AFD یا د آلمان له پاره بدیل گوند، د نوي نازیانو NPD ډیره ښئ اړخه افراطي ډله او دې ته ورته نورې افراطي ډلې د دا ډول حرکتونو تر شا دي. دا د آلماني ټولنۍ هغه برخه ده چې د نژاد پرستۍ او د دښمنۍ ترویجول غواړي.»

Symbolbild Rechte Gewalt hat zugenommen
په آلمان کې دیر شمیر ښې اړخه افراطیان د کډوالو خلاف ديانځور: picture alliance/Geisler-Fotopress/M. Golejewski

هائيکو ماس له بلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړې ده چې د ښئ اړخو ډلو او گوندونو څخه د AfD یو شمیر استازو په ټاکنو کې ایالتي پارلمانونو ته لاره پیدا کړی ده، خو تر اوسه پورې په مرکز یا فدرالي پارلمان کې استازې نه لري. د عدلیي وزیر دغه گوند د آلمان جمهوریت ته کوم ګواښ نه بولي.

هغه وویل: «زما په اند د آلمان له پاره بدیل گوند د آلماني ټولنې له پاره هیڅ خطر نه دی. دلته جمهوري نظام دومره مستحکم دی چې هغه د دا ډول ښئ اړخو قوتونو په ښه توگه مقابله کولی شي.»