1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځي: موږ ته بايد څلور وزارتونه راکړل شي

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

په کابل کې د ښځو څو ټولنو مظاهرې کړي دي او په کابینه کې یې د ښځو د سیاسي گډون غوښتنه کړې ده. اوس یوه ښځه هم د افغان حکومت په کابینه که وزیره نه ده او هغه درې تنې، چې پارلمان ته معرفي شوې وې د اعتماد رایې ورنه کړل شوې.

https://p.dw.com/p/1EUts
انځور: DW/H: Sirat

د ښځو د مدني ټولنو مظاهرې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو وزارت له مخي پیل شوې او په همدې ولایت کې د یوناما دفتر پر مخته پای ته ورسیدې. په دغو مظاهرو کې د ښځو د حقوقو په سونو تنو مدافعینو، د مدني ټولني غړو او سیاسي فعالانو گډون کړی وو. دغو ښځو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې څلور وزارتونه ښځو ته ورکړي.

مظاهره کوونکو له ځان سره داسي شعارونه لیږدول چې وربادني لیکل شوي ول: «سیاسي مشارکت زموږ حق دی، ښځي کولای شي چې د وزارتونو چاري پر مخ یوسې، ښځو په ټاکنو کې ۳۸ سلنه رایې ورکړې ده او د هغوی حق باید له پامه و نه غورځول شي».

د ښځو شبکې مشري حسینه صافي د دغو مظاهرو د اعلامیې ویلو په حال کې وویل: «موږ په کابینه، معینیتونو، ولایتونو، سفارتخانو او ریاستونو کې د ښځو د معرفي کیدو غوښتونکي یو. د ملي یووالي حکومت مشرانو د ژمنې له مخې موږ غواړو چې په کابینه کې څلور ښځي وزیراني وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پارلمان له ۲۵ کانديد وزیرانو څخه یوازي اتو تنو ته د اعتماد رايي وکړې. په دغو نومول شوو کې درې تنې ښځي هم شاملې وي.

مظاهره کوونکو وویل چې د ملي وحدت حکومت باید هغو ښځو ته چې وړتیا لري، په کلیدي پوستونو کې کار ورکړي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، ژمنه کړې وه چې که بریالي شي، نو ښځو ته به په خپل حکومت کې ونډه ورکړي.

پارلمان ته په معرفي شویو کاندید وزيرانو کې د لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنگ، د ښځو چارو وزارتونه ښځو ته ځانگړي شوي ول، خو له دوی څخه یوه یې هم ونه توانیده چې له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي.

په پارلمان کې تبعیض

د مظاهرو یو شمیر گډونوالو ادعا وکړه چې پارلمان کانديد وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکولو پر مهال له نومول شوو ښځو سره تبعیضي چلن وکړ او په بیلا بیلو پلمو یې هغوی ته د اعتماد رایې ور نه کړې.

د فاریاب ولایت استازي رنگینه کارگر، چې په دغو مظاهرو کې وه وویل: «په هماغه شان چې په افغاني ټولنه کې له ښځو سره تبعیض موجود دی، پارلمان هم له هغوی سره حساسیت وښود او ښځو ته یې د اعتماد رایې ور نه کړې.»

هغې گواښ وکړ چې که نارینه وکیلان بیا هم له ښځو سره تبعیض وکړي او هغوی ته رايي ور نه کړي نو د پارلمان وکیلاني به هم دغه شان کار وکړي: «که دا وار ښځي کابينې ته معرفي نه شي، نو نارينه وو ته رايه نه ورکوو او د پارلمان وکيلاني همې دې کار ته ژمني دي.»

د ښځو د شبکې مسوولانو وویل چې د شلو تنو نخبه ښځو نوملړ یې چمتو کړی دی چې د وزارت شرایط پوره کوي. هغوی ټینگار وکړ چې د ملي یووالي حکومت غړي باید له همدغو ښځو څخه څلور تنې د وزیرانو په توگه وگوماري.

د سیاسي مشارکت تحریمول

مظاهره کوونکو وویل چې د ملي یووالي حکومت چارواکي باید پر خپلو ژمنو ټینگ وي او ښځو ته باید په سیاسي بهیر کې حق ورکړي. د افغانستان د ښځو شبکې یوې غړې لیا جواد، وویل: «د هغو ۳۸ سلنه رایو له مخې چې ښځو کارولي دي باید هغوی ته نهه وزارتونه ورکړل شي. موږ هغوی ته خپل پنځه وزارتونه په خیرات کې ورکوو او یوازي د څلورو وزارتونو غوښتونکي یو. خو اوس هغوی څلور وزارتونه هم موږ ته نه راکوي.»

د ښځو د حقونو فعالانو په دغو مظاهرو کې وویل چې که په ملي یووالي حکومت کې د ښځو مشارکت تامین نه شي نو هغوی به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې گډون و نه کړي.

په کابل کي لاريون
په کابل کي لاريونانځور: DW/H: Sirat