1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځینه فټبال: جاپان د نوي زیلاند څخه لوبه وګټله

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د فیفا د ښځينه فټبال د نړیوال جام د سیالیو په دویمې ورځې، جاپان خپله لومړۍ لوبه وګټله خو د انګلستان او مکسیکو لوبه مساوي پاتي شوه. دا په داسي حال کي ده چی المان د خپلي راتلونکي لوبي د ترسره کولو لپاره فرانکفورت ته رسیدلي

https://p.dw.com/p/11krb
د جاپان او نوي زیلاند لوبه
د جاپان او نوي زیلاند لوبهانځور: dapd

په المان کې د نړیوال جام د سیالیو په دویمه ورځ هم هوا ډیره ښه ؤ او ډیر شمیر لیدونکي د ګروپ «بي» د لوبو شاهدان ول.

لومړۍ په بوخوم کې کابو 50012 د فټبال مینه والو د جاپان او نوي زیلاند تر منځ کیدونکی لوبه تعقیب کړه. که څه هم د جاپان لوبډله د نوي زیلاند په وړاندي وتلې بلل کیږي خو بیا هم جاپاني لوبډلی ته د لوبې ګټل ډير اسانه نه ؤ.

د جاپان د لوبډلی لوبغاړې، یوکي ناګاسوتا، خپل ټيم د لوبې د پیل پنځه دقیقې وروسته د یوه ګول په وهلو سره مخکې کړ، خو د لوبی په شپږمي دقیقي کې، نوي زیلاند د یو ګول په وهلو سره لوبه مساوی کړه.

د لوبی په 68 دقیقي کي جاپانۍ لوبډلې و کولای شو چي د يو بل ګول په وهلو سره د دغي لوبي ګټونکي شي او په دې ډول د «بي» ګروپ په سر کې ځای خپل کړي.

د «بي» ګروپ دویمه لوبه د «وولفسبورګ» په ښار کې تر سره شوه. د دغي لوبې د کتولو لپاره کابو 18000 تنه لوبغالي ته راغلي ول.

په دغي لوبي کي د انګلستان د مکسیکو په وړاندي لوبه وکړه. لوبه د انګلستان د انتظاراتو پر خلاف مخکی لاړه. دواړو لوبډلو د یوه ګول په وهلو سره لوبه په مساوی توګه پاي ته ورسوله.

د انګلستان او مکسیکو تر منځ لوبه
د انګلستان او مکسیکو تر منځ لوبهانځور: dapd

په همدی حال کي د المان د ښځينه فټبال لوبډله نن «سه شنبه» د برلین څخه فرانکفورټ ته ورسیده.

د المانۍ لوبډلي د لومړي لوبي د لیدو لپاره د کابو 75000 کتونکو راتګ پر الماني لوبغاړو ډير ښه تاثیر کړې. د المان د لوبډلې ګول کیپره، کیرسټن ګاریفریکس، وایی چی هغه له دي کار څخه ډیره خوشحاله ده او د لا ښی لوبی د ترسره کولو کوښښ به وکړي.

د المان د ښځینه فټبال لوبډله به د پنج شنبه په ورځ د نایجیریا په وړاندي په فرانکفورت کی لوبه وکړی.

آژانسونه/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش