«ښځینه پولیسې د خپل کار پر مهال زورول کیږي»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبهدې سازمان ویلي دي چې په ځینو مواردو کې پر ښځینه پولیسو باندې تیری کیږي او هغوی زورول کیږي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د ښځینه پولیسو د ستونزو په گوته کول په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو له پاره ډیرې مهمې دي.
د دې سازمان په حواله ښځینه پولیس «مناسبو او امنو» تشنابونو ته لاسرسی نه لري. د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې ده چې د ښځو له پاره د تشنابونو د جوړولو په موخه تر دې مخکې افغان لوړ پوړو چارواکو یو شمیر احکامونه صادر کړي ول، خو لا تر اوسه هم په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
دې سازمان په یوې بیانیه کې ویلي دي: «افغان حکومت باید په دې برخه کې په عاجلو اقداماتو لاس پورې کړي. ښځینه پولیس باید په خپلو مرکزونو کې امنو، د قفلیدو وړ، او له نارینه و بیل تشنابونو ته لاسرسی ولري.»
دې سازمان ویلي دي چې د افغانستان ۱۵۰۰ ښځینه پولیس د خپل کار پر مهال زورول کیږي. په خپرې شوې بیانیه کې د یو شمیر رسنیو رپوټونه هم شامل شوي دي چې ښيي نارینه پولیسو په ځینو ځاینونو کې پر خپلو ښځینه همکارانو باندې جنسي تیري کړي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانگې مشر براد ادمې، ویلي دي: «دا یوازې د تشنابونو خبره نه ده. دا په دې معنی ده چې افغان حکومت باید دا خبره ومني چې ښځې په افغانستان کې د قانون په پلي کولو کې مهم رول لوبوي.»
اوس د افغانستان د پولیسو یوازې یو سلنه برخه ښځي دي. افغان حکومت پلان لري چې دغه سلنه پنځه وارې لوړه کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو اوس څه نا څه ۱۲ کاله تیریږي، اوس هم په افغانستان ښځي له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
په وروستیو وختونو کې افغان دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه یو قانون هم تصویب کړی دی، خو دغه قانون په سمه توگه نه پلی کيږي. د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې د دې قانون د نه پلي کیدو یو لوی لامل په افغانستان کې د ښځینه پولیسو کمښت دی.