1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: اسلام اباد دي له ترهگرو سره په جگړه کي صداقت وکړي

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه

افغان دولت د پاکستان له نوي لومړي وزیر څخه غوښتي دي، چي له ترهګرۍ سره په جګړه کي صادقانه هڅي پيل کړي. راجه پرویز اشرف د یوسف رضا ګیلاني پر ځای د دغه هيواد نوی صدراعظم و ټاکل شو.

https://p.dw.com/p/15LKP
انځور: AP

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي، چي دوی له ترهګرۍ سره په جګړه کي د پاکستان له ریښتیني همکارۍ پرته پرمختګ نه شي کولای.

نوموړی د حکومت له اړخه له اسلام آباد څخه غواړي، چي له ترهګرو سره جګړه سخته کړي او د تورونو لړۍ پای ته ورسوي.

پرون پاکستان وويل، چې د دوي شپږ عسکر د هغو طالبانو له لوري وژل شوي دي، چي له افغانستان څخه ور اوښتي ول.

له دې سره يو ځای د اسوشیتت پرس آژانس هم راپور ورکړ، چي د امریکا استخبارات دا امکانات څیړي، چي څرنګه کولای شي د پاکستان په دننه کي د هغو ترهګرو ځالي ړنگي کړي، چې وخت ناوخت د ډیورنډ دواړو غاړو ته بریدونه کوي.

د ارګ ویاند ایمیل فیضي وایې، چي د افراطیت پر ضد جګړه کي د اسلام آباد ریښتیني همکاري نه یوازي د کابل، بلکي په خپله د پاکستان په خیرهم ده:

«موږ به له پاکستان سره خپلو خبرو ته دوام ورکړو تر څو دغه هيواد دې ته وهڅوو، ددې پر ځای چي د افغانستان په جګړه کي خپلي ګټي خوندي کړي له ترهګرو سره دي په مبارزه کي ریښتینې ملګرتیا وکړي.»

د کابل او اسلام آباد تر منځ یو پر بل د نه همکارۍ د تورونو لړۍ له کلونو راهیسي روانه ده.

بله خوا بيا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ګاونډی پاکستان د ترهګرو په نیغ ملاتړ تورنوي او په دغه برخه کي نور د دیپلوماسۍ له ژبي کار نه اخلي.

د وزارت ویاند جانان موسی زي د اوونۍ په پیل کې یوې خبري غونډي ته وویل چي دا اوس معلومه ده، چي پاکستان له ترهګرو سره څه کوي:

«دا نن معلومه ده، چي د هغو ترهګرو، چي په افغانستان کي حملې کوي مرکزونه، روزنځایونه او د تمویل څانګي چیري دي. دا واضح خبره ده چي هغه ټول په پاکستان کي دي».

اوس نه یوازي دا چي د اسلام آباد او کابل تر منځ اړیکي ډیري ترینګلي شوي دي، بلکي له ناټو او امریکا سره هم د اسلام آباد اړیکي خړي پړي دي.

د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی ښوونکی ډاکټر فاروق بشر په دې اند دئ، چي که پاکستان له ناټو او غرب سره خپلي اړیکي و نه رغوي، دا به ګرانه وي، چي پاکستان له اوسني منزوي حالت څخه وژغورل شي.

بشر وایي، چي پاکستان په دننه کي له سختو اقتصادي او ګوندي ستونزو سره مخامخ دئ، او ملکي دولت ئې د غرب له همکارۍ پرته خپلو چارو ته سمون نه شي ورکولای.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل