1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او نوی ډهلي د گډو همکاريو شورا جوړوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي ددغي شورا د جوړيدو په موخه به ولسمشر حامد کرزی هندوستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/14muf
انځور: AP

یاده شورا به له دواړو لورو لس لس تنه غړي ولري چې د دواړو ملکونو د ګډو اهدافو د څارني او دوه اړخیزو اړیکو وخت پر وخت جاج به اخلي.

هند له افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو په کتار کي مخکښ ځای لري چي تر اوسه ئې له دغه هيواد سره شاوخوا دوه ميلیارده امریکايي ډالر په بېلا بېلو برخو کي مرسته کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي، چې حامد کرزی به له خپل هندي سیال سره په نوي ډهلي کې د کابل – ډهلي د ګډو همکاریو د شورا پر اړخونو او تګلارو هوکړه وکړي.

هند لومړی هیواد دئ چي له افغانستان سره ئې تیر کال د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک او دغه راز د کابل یوه مهم اقتصادي ملګری هم بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبره چي د کابل – ډهلي د ګډو همکاریو د شورا جوړیدل د افغانستان له راتلونکې سره د دغه بډایه صنعتي هیواد اوږد مهاله ژمنتیا ښيي او دا به د افغانستان د پرمختلګ په لار کي مهم ګام وي.

نوموړي همدا راز وویل چي د سیمي له یو شمیر ملکونو سره د افغانستان نژدې والی هیڅ یو بل هیواد ته ګواښ نه پیښوي او په دغه باب اندیښني بې ځایه دي:

«افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته روان دئ، تر څو د هند له چارواکو سره د کابل او ډهلي د ګډو همکاریو د شورا پر جوړیدو هوکړه وکړي، دغه شورا به متواتري غونډي کوي، افغان او هندي یو شمیر چارواکي به ئې غړيتوب ولري او دا د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کي د استقلالیت روښانه ځای دئ.»

له هند سره د کابل نژدې والی په دې ورستیو کلونو کي د افغانستان د نژدې ګاونډي پاکستان اندیښني را پارولي دي.

د اسلام آباد انګیرنه دا ده چي له کابل سره د ډهلي مخ پر زیاتیدونکي اړيکي او د دغه ملک په یو شمیر ولایتونو کي د ډهلي د قونسلګریو پرانیستل د دوی ملي منافع په خطر کي اچوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هغه راپورونه هم رد کړل چي ګويا په قطر کي له طالبانو سره خبري رسمي خبري اتري بیا پيل شوي دي.

جانان موسی زي وویل چي د امریکا او طالبانو تر منځ خبري نه دي پيل شوي او که چیري په رسمي توګه پيل هم شي مشري به ئې افغانان کوي:

«په قطر کي د طالبانو او حکومت او یا هم امریکایانو تر منځ د سولي کوم نوی پړاو نه دئ پیل شوی، که هر راز خبري پیلیږي د افغان دولت په اجازه، لارښونه او مشرتوب به وي، او په دې برخه کي زموږ پالیسي روښانه ده».

د انګلستان څلورم تلویزیوني چینل د رواني اونۍ په پیل کي د امریکایانو او طالب استازو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کي د خبرو اترو د بیا پیلیدو خبر ورکړ. خو دا خبر هم طالبانو او هم افغان حکومت رد کړ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل