1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او واشنګټن د امنیتي تړون له پاره نوی پلاوی وټاکه

حسین سیرت/سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

د افغانستان او امریکا حکومتونو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ به د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې د نوي کاري پلاوي له خوا تر سره شي. د افغانستان له لوري به د دغه پلاوي مشري رنګین دادفر سپنتا او اشرف غني احمدزی کوي.

https://p.dw.com/p/19SPO
انځور: dapd

د افغانستان د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې که څه هم لا تر اوسه د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې د تعلیق په حال کې پاتې دي، خو دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې یو نوی کاري ټیم وټاکل شي ترڅو دغه خبرې اترې له سره ونیسي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست د میاشتې ۱۹مه) په کابل کې د دویچه ویله خبریال ته وویل چې تراوسه پورې د متحده ایالاتو او افغانستان د پلان شوي امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو د پلاوي مشري په واشنګتن کې د افغانستان د سفیر پر غاړه وه. هغه وویل چې افغان حکومت فیصله کړې ده چې د دغه پلاوي په مشرۍ کې بدلون رامنځ ته کړي.

فیضي وویل چې وروسته له دې به «د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او دغه راز د انتقال د پروسې مشر اشرف غني احمد زی» له امریکایي لوري سره دغه خبرې اترې پر مخ یوسي.

د متحده ایالاتو له لوري د دغه پلاوي مشري به په کابل کې د متحده ایالاتو د سفیر جیمز کنینګهم او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوړ پوړی قوماندان جنرال جوزف دنفورد په غاړه وي.

فیضي وویل: «دغه خبرې اترې که څه هم اوس د تعلیق په حال کي دي، خو اوس هغه یو پړاو ته رسیدلي دي چې کیدای شي هر لورې په کی په اصطلاح سیاسي چنې ووهي.»

د ولسمشرکرزي ویاند یادونه وکړه چې پخواني پلاوي د پلان شوي تړون پر «تخنیکي» مسایلو باندې کار کاوه، خو نوی پلاوی به ډیر زیات د موضوع سیاسي اړخ ته پام واړوي. هغه وویل: په دې پړاو کې «هر لوری هڅه کوي چې لږ څه ورکړي او زیات څه لاس ته راوړي.»

فیضي د خبرو اترو د پخواني پلاوي د کار په هکله یادونه وکړه چې نوموړي پلاوي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي او غیر پوځي اتباعو د مالیی د ورکړې یا نه ورکړې د څرنګوالي او دغه راز هغوی ته د ویزو په مسایلو باندې له امریکایی لوري سره خبرې کړي دي.

د افغانستان شرطونه پر ځای پاتي دي

خو په عین وخت کې افغان حکومت پر دې خبره ټینګار کوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره به هغه یو امنیتي او دفاعي تړون لاس لیک کړي چی په افغانستان کې د سولې او امنیت په ګټه وي.

فیضي وویل چې افغانستان په خپلو شرایطو ټینګار لري او وروسته له دې هڅه کیږي چې د افغانستان غوښتنې ومنل شي: «که چیرې د امریکا متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې پوځي اډې ولري، نو افغانستان ته باید دا ضمانت ورکړي چې په دغه هیواد کې باید سوله او امن وي.»

د ولسمشر ویاند پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د دغه تړون د لاسلیکیدو له پاره د افغانستان بل شرط دا دی چی متحده ایالات په «واقعي معنی» د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي. هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه چې کومو وسلو او تجهیزاتو ته اړتیا لري هغه باید ورته ورکړل شي او همداشان دغه تړون باید د افغانستان د اقتصاد په پیاوړي کیدو کې هم مرسته وکړي.