1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او واشنګټن د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی او هلته ئې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ.

https://p.dw.com/p/14nhk
انځور: dapd

د هغه وخت راهيسي چي اوباما د امريکا ولسمشر سوی دئ دا ئې افغانستان ته دريم سفر دي. اوباما په دغه ۷ ساعته سفر کي لومړی د ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک کړ او وروسته په پام کي وه چي په بګرام کی له خپلو ځواکونو سره وګوري.

د افغانستان د جمهوري رياست يوې سرچيني دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته په کابل کي ويلي دي، چي د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما کابل تر رسېدلی دئ او په پام کي ده چي د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي.

په کابل کي د دويچه ويله خبريال د جمهوري رياست د يوه وياند سيامک هيروي په حواله وايي، چي د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن(۲۰۱۲ کال د می ۱) ناوخته ماځيګر کابل ته رسېدلی دئ.

کابل ته د اوباما سفر د امنيتي دلايلو له کبله پټ ساتل سوی وو، او حتی په کابل کي د امريکا سفارت لا ځايي رسنيو ته د هغه د ورتګ خبر رد کړی وو.

په کابل کي د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره سوې يوه خبرپاڼه کي راغلي دي، چي افغان ولسمشر حامد کرزي نن ماښام د امريکا د سنا مجلس د دفاعي کمېټې له استازو سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي، چي ولسمشر کرزي له دغه پلاوي سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواک د پياوړتيا په برخه کي د نظرونو راکړه ورکړه کړې ده.

دغه راز په دغه ليدنه کتنه کي د افغان سرحدي ځواکونو د تجهيز په برخه کي هم خبري اتري سوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي، چي دغه پلاوي د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند مسوده يوه لويه لاس ته راوړنه بللې ده.

ويل کيږي، چي د امريکا ولسمشر بارک اوباما به سبا له ولسمشر حامد کرزي سره ددغه سند مسوده لاسلیک کړي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر سند باندي له تير يو نيم کال راهيسي بحث روان وو، چي په دې کي تر ټولو جنجالي موضوع په افغانستان کي د بهرنيانو په لاس کي د زندانونو افغاني کول، او د شپنيو عملياتو مسئوليت افغانانو ته سپارل ول.

نجيب الله زيارمل