1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل بانک د ډيواليتوب سره ندی مخامخ

۱۳۸۹ شهریور ۱۲, جمعه

افغان مالي چارواکو او د افغانستان د تر ټولو لوی بانک چلونکو د پنج شنبې په ورځ وويل چې کابل بانک د ډيواليتوب او سقوط له خطر سره مخامخ نه دی

https://p.dw.com/p/P3FB
انځور: DW/M.Jalalzai

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې خلک د ددغه بانک د ودانيو مخته ولاړ وو، او غوښتل يې چې خپلي پيسې بېرته وباسي .

د مالي چارو وزير حضرت عمر زاخيلوال يوه مطبوعاتي غونډه راوبلله او ډاډ يې ورکړ چې دغه بانک د پيسو له نشتوالي سره مخامخ نه دی او دولتي اداره ورڅخه پوره ملاتړ کوي . زاخيلوال وويل چې د افغانستان دولت «دوه نيم لکو حکومتي کارکونکو ته د کابل بانک د لاري معاش ورکوي .» زياته يې کړه چې د مطبوعاتي غونډي په ورځ يې ايله «ملکي کارکونکو ته له اختر څخه يوه اونۍ وړاندې سل مليونه ډالره لېږلي دي تر څو هغوی ته معاشونه ورسيږي .» دا د زاخيلوال په خبره په دغه بانک باندی د اعتبار درلودلو يوه غوره نخښه ده .

Symbolbild Geld Geldscheine Dollar Yen Euro und Britische Pfund
انځور: ullstein bild - Schöning

د کابل بانک يوه تن چلونکي، خليل الله فيروزي وويل چې بانک يې لا ددې وړتيا لري چې سپماکونکو ته خپلي پيسې بېرته ورکړي . دا خبره وروسته له هغې وشوه چې د امريکې د متحده آيالتونو په رسنيو کې د اداري فساد په اړه رپوټونه خپاره شوي ول . فيروزي ، د ولسمشر حامد کرزي د يو ورور او نورو دولتي چارواکو پورې اړه لرونکو کسانو تر څنګ د کابل بانک تر ټولې زياتې ونډې په لاس کې لري.

د افغانستان د بانکونو ټولنې، چې کابل بانک يې د شپاړس نورو غړيو تر څنګ پکښې غړيتوب لري، وايي چې کابل بانک «له بحران سره مخامخ نه دی او د هېواد تر ټولو غوره بانکونو څخه شمېرل کيږي.»

دغه څرګندونې وروسته له دې کيږي چې د ټول افغانستان په کچه د کابل بانک د سيمه يزو څانګو په وړاندې انسانان په قطارونو کې ولاړ وو او وېره يې درلوده چې د امريکايي ورځپاڼو د رپوټونو سره سم ياد بانک له پولي او مالي ستونزو سره مخامخ دی .

ورځپاڼو د چارشنبې په ورځ کښلي وو چې د افغانستان مرکزي بانک د کابل بانک دوه لوړپوړي کسان، يعنی د فيروزي تر څنک، د بانک مشر شېر خان فرنود هم ګوښه کړی دی . فرنود ته د ورځپاڼې د مقالې له مخې سربېره پر دې هم ويل شوي دي چې په دوبۍ کې پراته د ده لخوا د 160 مليونو ډالرو په ارزښت پېرودل شوي املاک دې بېرته ورکړي.

خو د مرکزي بانک مشر، عبدالقادر فطرت وويل چې دغه دوه کسان ګوښه شوي نه دي، بلکې وروسته تر دې چې داسی نوي مقررات رامنځته شوي ول چې له مخې يې ونډه لرونکي په عين وخت کې د بانک لوړی چوکۍ نه شي نيولی، پخپله يې استعفا ورکړې ده .

Bank of America / New York / USA
انځور: AP

فيروزي په ډاګه کړې چې وېرېدلو سپماکونکو د چارشنبې په ورځ اتيا مليونه ډالره ايستلي دي . د واشنګټن پوست ورځپاڼې د پنج شنبې په ورځ ليکلي وو چې محمود کرزي، يعنې د ولسمشر ورور، چې د کابل بانک ډېری ونډي هم په لاس کې لري، له متحده آيالتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه . کابل بانک د افغانسان پوليسو او ملي اردو ته هم په الکترونيک ډول معاشونه لېږدوي .

د 150000 امريکايي او ناټو عسکرو قوماندان جنرال ديويد پيترايس ومنل چې «مالي ستونزې کېدای شي امنيتي مسايل هم اغېزمن کړي .» خو د خبريالانو په وړاندې يې زياته يې کړه چې د هغوی د ارزونې له مخې د ستونزو د رفع کولو په لور »د مرکزي بانک مشر او د ماليې وزير ډېر عاقلانه ګامونه اوچت کړي دي .»

AFPE/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري