1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کابل بايد د طالبانو پوځي پرمختګ محدود کړي»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر وايي چي کابل بايد د سولي د خبرو اترو له پاره د طالبانو د پوځي پرمختګونو د محدودولو هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/1IrGE
Taliban Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

افغان وسلوال طالبان په ۲۰۰۱ کال د امريکايانو له خوا د خپل رژيم د سقوط وروسته تر بل هر وخت دمګړی زياتي سيمي تر خپل کنټرول لاندي لري. طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۱۸مه نېټه) په پاکستان کي په هغو خبرو اترو کي هم حضور نه درلود چي پکښي د امريکا متحده ايالات او چين برخه لري.

اوس د پاکستان د بهرنيو چارو له پاره تر ټولو لوړپوړي دولتي چارواکي اعزاز احمد چودهدري، ويلي دي چي کابل بايد د سولي د خبرو اترو د پرختګ له پاره ځیني ګامونه پورته کړي. د بهرنيو چارو دغه سکرتر زياته کړې چي افغان ځواکونه بايد په نظامي ډګر کي د طالبانو برياوي محدوده کړي. د نوموړي په وينا د دې تر څنګ بايد افغان حکومت په خبرو اترو کي د طالبانو د ورداخيلېدو له پاره هغوی وهڅوي.

د رویترز خبري آژانس سره په مرکه کي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۱۹مه نېټه) دغه پاکستاني چارواکي ويلي: «موږ په دې باور يو چي د افغان ملي امنيتي ځواکونو له خوا بايد دا يقيني کړل سي چي طالبان پوځي پرمختګ نه کوي.»

اعزاز احمد چوهدري زياته کړې چي طالبان «بايد په دې پوه سي چي دوی د محاذ پر ځای د خبرو پر مېز زيات څه په لاس راوړلای سي.»

چودهري په داسي حال کي دا څرګندونې کړي چي ۲۰۱۵ کال د افغان امنيتي ځواکونو له پاره يو خونړی کال وو. په افغانستان کي د بيا رغونې له پاره د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي چارواکي په وينا په ۲۰۱۵ کال تر ۶۶۰۰ څخه زيات افغان امنيتي کسان په وسلوالو نښتو، پوځي عملياتو او جګړه کي ووژل سول.

«خوشبينه»

افغانستان پر پاکستان تور لګوي چي چي د حقاني شبکې د جنګياليو تر منځ نورو هغو وسلوالو ته هم ځای ورکوي، چي د کابل د حکومت پر ضد په افغانستان کي جګړه پر مخ بيايي. افغانستان همدغه وسلوال په دغه هيواد کي په لويو او پېچلو او خونړيو بريدونو تورنوي. خو پاکستان دغه تورونه هميشه رد کړي دي.

له بل اړخه د امريکا متحده ايالاتو هم پر پاکستان ږغونه کړي چي پر خپله خاوره د توندلارو د مخنيوي له پاره اقدامات وکړي. د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ يو داسي د دفاعي چارو د پاليسۍ قانون تصويب کړ چي له مخي يې د پاکستان سره پر نظامي مرستو محدوديتونه رامنځ ته کړل سوي دي. دا په دې دليل چي د امريکا متحده ايالات د حقانې شبکې پر ضد د پاکستان له اقداماتو څخه راضي نه معلوميږي.

چودهدري په مرکه کي ويلي: «موږ هر هغه څه چي زموږ په وس کي دي کوو چي طالبان او د حقانې شبکې مشرتابه سره تماس ونيسو.» د هغه په وينا «افغان حکومت هم بايد... ورته هڅې وکړي.» نوموړي زياته کړې:«موږ بايد خوشبين پاته سو.»

د چودهدري په وينا د طالبانو له لوري د سولي په خبرو اترو کي د ګډون له پاره «هو» نه دي ويل سوي خو هغوی «نه» هم نه دي ويلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب