1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: بريدکوونکې پوليسه ايرانۍ وه

مسعود جهش (afp)۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۵) وویل، هغه ښځه چې تیره ورځ یې د کابل په امنیه قومندانۍ کي یو بهرنی سلاکار وواژه، په اصل کې ایرانۍ ده. چارواکو زیاته کړې ده چې دغي ښځي غوښتل، چي لوړ پوړي چارواکي ووژني.

https://p.dw.com/p/178rx
انځور: Reuters

د افغان پولیسو یوې ښځینه غړي د دوشنبې په ورځ د کابل په امنیه قومندانۍ کې پر یوه بهرني سلاکار باندي ډزې وکړې او هغه یې وواژه. راپورونه ښيي چې وژل شوي سلاکار امریکايي وو.

دا لومړی ځل دی چې د افغان امنیتي ځواک په چوکاټ کي یوه ښځه، پر خپلو بهرنیو ملګرو باندي ډزي کوي او وژني يې. تر دې مخکې په دغه شان ډیرو پېښو کې نارینه افغان سرتیرو خپل بهرني سلاکاران وژلي ول.

د افغان پولیسو دغه غړې چې ویل کیږي په اصل کې ایرانۍ وه، نرګس نوميږي. افغان پولیس توانیدلي دي چې هغه تر برید وروسته ونیسي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي: «زموږ څېړني ښيي چې نرګس یوه ایرانۍ ده. هغې له یوه افغان سره تر واده وروسته په غیر قانوني ډول افغاني اسناد تر لاسه کړي ول او بیا په پولیسو کې شامله شوې وه.»

صدیقي زیاته کړې ده چې د هغوی د څېړنو له مخې دغي ښځي رواني ستونزي هم لرلې. هغه ويلي دي: «زموږ څېړني دا خبره هم ښيي چې هغه له رواني ستونزو سره هم لاس او ګریوان وه. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ له څیړنو څخه معلومیږي چې نرګس له کومي وسله والي ډلي سره تړاو نه لاره.»

د افغانستان د جنایي جرمونو د ادارې مشر محمد ظاهر، ویلي دي چې نرګس لس کاله مخکې له یوه افغان سره واده کړی وو او پنځه کاله مخکې د افغان پولیسو ليکو ته شامله شوې وه.

ښاغلي ظاهر زیاته کړې ده: «هغې پخپله اقرار کړی دی چې له ژونده ستړې وه او غوښتل یې چې يا والي يا د استخباراتو مشر او یا هم د کابل د پولیسو مشر ووژني.»

د ظاهر په خبره کله چې هغه په دې و نه توانیده چې د پولیسو د مشرتابه ودانۍ ته ورننوځي نو د کانتین تر څنګ يې یو بهرنۍ وګړی ولید او پرهغه باندي يې ډزي وکړې.

ناټو د افغان ځواکونو د روزلو پروسه گړندۍ کړې ده او غواړي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي.

دغه شان بریدونه ته د دوست-دښمن یا «شین پر زرغون» بریدونه هم ویل کیږي چې په پايله کې يې یوازي سږکال تر۵۰ زيات بهرنیان وژل شوي دي.