1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د پاکستان د پوځ او آی اس آی د مشرانو سفر

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۶, چهارشنبه

د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو له پاره کابل ته تللی دئ. د دغه سفر موخه په سيمه کي د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پر سر خبري اتري ښوول سوې ده.

https://p.dw.com/p/1E6FA
انځور: picture alliance/Photoshot

شريف يوه ورځ وروسته له هغه کابل ته سفر کوي، چي په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي چي د پوځيانو له خوا پکښي زده کړي ورکول کيږي وسله والو طالبانو يرغل وکړ او تر ۱۴۰ زيات کسان پکښې ووژل چي ډېر ئې کوچنيان ول.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، په دغه سفر کي چي د دغه هيواد د پوځ له مشر راحيل شريف سره د آی اس آی ادارې مشران هم ورسره دئ پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني سربيره، په افغانستان کي د ايساف ځواکونو له قوماندان جنرال جان کمپبل سره خبري شاملي دي.

د افغانستان د جمهور رياست له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاکستان له لوی درستيز راحيل شريف سره وکتل او له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي ئې له پاکستان سره پر همکارۍ ټينگار وکړ.

په وينا پاڼه کي راغلي دي: «جمهور رئيس غني يوار بيا د ټولو افغانانو په استازيتوب د پيښور د پيښي په تړاو خپله غمشريکي څرگنده او دغه تروريستي پيښه ئې سخته وغندله.»

غني زياته کړې ده، چي په پيښور کي تروريستي يرغل هغو وحشتناکو يرغلونو ته ورته وو، چي د پکتيکا په يحيي خيلو او استقلال ليسه کي پر افغان ځوانانو باندي تر سره سول.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي افغان ولسمشر د پاکستان له لوی درستيز سره په خبرو اترو کي ټينگار وکړ چي افغانستان به په يوازي سره له پاکستان سره په گډه د تروريزم پرضد مبارزه وکړي.

د خبرپاڼي په حواله د خبرو اترو په پای کي دواړو خواوو پر دوو اړخيزو همکاريو، په ځانگړې توگه د دواړو هيوادونو د پوځونو ترمنځ پر همکاریو باندي ټينگار وکړ.

د پاکستان يوه امنيتي چارواکي چي نوم ئې نه دی اخيستل سوي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي د پيښور پر ښوونځی باندي د يرغل کوونکو يو شمېر ئې په عربي خبري کولې چي د کشف سوو معلوماتو له مخي ئې تر پاکستان دباندي په افغانستان کي له يو چا سره اړيکي نيولې.

دغه چارواکي ويلي دي: «ډېر احتمال سته چي د پاکستان د پوځ مشر له افغان مشرتابه سره په دې اړه خبري وکړي.»

دغه امنيتي چارواکي دغه راز ويلي دي چي د کابل په خبرو کي شاهد دا هم شامل وي، چي ويل کيږي د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چي د افغانستان په شمال ختيځ کي پټ دی، پاکستان ته وسپاري.

افغان چارواکي معمولاً پر پاکستاني چارواکو باندي تور لگوي چي په خپله خاوره کي ئې، افغان وسله والو طالبانو ته د خوندي پټنځايونو زمينه برابره کړې ده. خو د اسلام آباد چارواکي بيا پر افغان چارواکو تور لگوي چي په خپله خاوره کي پاکستاني طالبان ساتي.

څېړونکي په دې نظر دي چي په دغه سفر کي به د دواړو هیوادونو په سرحدي سيمو کي د وسله والو ياغيانو پرضد مبارزه کي د همکاريو پر ډېرښت باندي خبري وسي.

د امنيتي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي: «دا سپينه خبره ده چي د پاکستان د پوځ مشر غواړي چي د تحريک طالبان پاکستان مشر مولانا فضل الله او د هغه ډله ونيوله سي او پاکستان ته وسپارله سي، يا د افغانستان په خاوره کي پر پاکستان باندي د يرغلونو د پلانونو د جوړولو مخنيوی وسي.»

هغه زياته کړې ده: «راحيل شريف غواړي چي د دواړو هيوادونو د پوځ او پوځ او استخباراتو په کچه همکارۍ ټينگي سي، که نو په افغانستان کي پټ سوي وسله وال به په پاکستان کي يرغلونه کوي.»

د پاکستان دفاعي او بهرنی سياست واگي د دغه هيواد دپياوړي پوځ او استخباراتي ادارې په لاس کي دي.