1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته له تګ څخه مخکی په منځنی آسیا کی یو حساس ماموریت

۱۳۸۹ تیر ۲۶, شنبه

منځني آسيا ته د المان د بهرنيو چارو د وزيرسفر تفريحي بڼه نه لري. په منځني آسيا کي لا تراوسه د شوروي د زماني واکمنان پاتي دي. د گاز د زيرمو تر څنگ دافغانستان د گاونډيانو په توگه هم داهيوادونه د المان لپاره ډېر اهميت لري.

https://p.dw.com/p/OO3r
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ويسټر وېله په خپل سفر کي د قرغزستان څخه هم ليدنه وکړه چيري چي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنارد کوشنر هم مېلمه ؤ.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ويسټر وېله په خپل سفر کي د قرغزستان څخه هم ليدنه وکړه چيري چي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنارد کوشنر هم مېلمه ؤ.انځور: picture-alliance/dpa

منځنی آسيا ته د المان د بهرنيو چارو د وزير گيډو وېستر وېله سفر د دوبي د استراحت بڼه نه لري بلکه دغه سفر ډېر د ننگونو سره مل دي.

نوموړي په دی سفر کي د داسي آسيايي هيوادونو څخه کتنه کوي چي د زورواکانو لخوا اداره کيږي. او هغه پداسي حال کي چي د المان د حکومت نور غړي د دوبي د رخصتيو لپاره چمتو والي نيسي. وېسټر ويله قزاقستان او اُزبکستان کی په سفر بوخت دی. هغه هيوادونه چي پکښي واکمنان په زور حکومت کوي او د و اروپا ته ډېر نژدې دي. د گاز د ذخايرو تر څنگ د افغانستان د گاونډيانو په توگه هم دغه هيوادونو د المان لپاره ډېر اهميت لري.

. اُزبکستان چي د مرکزي آسيا په هيوادونو کي تر ټولو زيات نفوس لري د ويسټرهوېله د سفر لومړي تم ځای دی. دغه هيواد چي پکښي څه باندي سل مليتونو يا قومونه اوسيږي د افغانستان سره گډه پوله لري. گرچه د گاز د سترو ذخايرو له وجې هم دغه هيواد ډېر مهم دي خو پکښي سياسي کړکېچونه هم زيات دي. د 1990م مېلادي کال راهيسي اسلام کريموف پر دغه هيواد واکمن دي. گرچه د هيواد د اساسي قانونه له مخي يو ولسمشر صرف دوه دورې پر څوکۍ پاته کېدلاي سي، خو کريموف په 2007 م مېلادي کال ځان د درېيم ځل لپاره کاندي کړي او د دريم ځل لپاره ولس مشر سو.

پدغه سيمه کي د ټيکاو کمښت سته. په تېره مياشت کي په گاونډي هيواد قرغزستان کي د ازبکانو او قرغزو تر منځ قومي جگړې رامنځ ته سوې چي په ترڅ کي يې تر 2000 څخه زيات انسانان ووژل سول او په لسگونو زره نور د خپلو کورونو و پرېښودلو ته اړ سول.

د کريموف سره خبرو پر وخت ويسټر وېله د اُزبکستان هغه مرستی وستايلی چي د قرغزستان د کډوالو سره يې کوي. د دې تر څنگ وېسټر وېله د دې خبري پر اهميت هم ټينگار وکړ چي د ډيموکراسۍ لپاره ريفورمونه ډېر ضروري وي. گرچه پدغه هيواد کي د مرگ سزا له منځه وړل سوېده او بعضي ريفورمونه هم پېل سوي دي خو بيا هم پر بشري حقونو د تيري له وجې پر دغه هيواد نيوکي کيږي.

گيډو وېسټر وېله دا خبره ردوي چي المان يوازي د گاز او د افغانستان سره د گډي پولي په خاطر په مرکزي آسيا کي لېوالتيا لري. د نوموړي په وينا په افغانستان کي د الماني عسکرو لپاره د تجهیزاتی سامانونو رسول او د اُزبکستان د امنيتي وضعي څېړنه دوې بېلابيلي موضوعگاني دي.

کله چي المان په 2007 مېلادي کال کي د اروپايي ټولنې مشري په غاړه درلوده نويې د مرکزي اسيا د هيوادونو په وړاندي په اروپايي ستراتيژي کي دا خبره زياته کړې وه چي دغه هيوادونو بايد دمسؤلانه دولتدارۍ، عدالت، بشري حقونو او ډيموکراسۍ سره تړلو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

خو د مرکزي آسيا هيوادونه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، اُزبکستان او ترکمنستان تر اوسه پوري لا دغو معيارونو د پوره کولو څخه ډېر ليري دي. قرغزستان چي په تيرو مياشتو کي د ناقراريو شاهد پاته سوي دي اوس غواړي چي په يوه پارلماني جمهوريت بدل سي. پدې ترڅ کي يوه ټولپوښتنه هم تر سره سوه چي پکښي زيات شمېر رايي د هغه نوي اساسي قانون په حق کي واچول سوې چي له مخه به د نوموړي هيواد دولتي نظام د ولس مشرۍ څخه و پارلماني نظام ته واوړي.

ويسټر وېله په خپل سفر کي د قرغزستان څخه هم ليدنه وکړه چيري چي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنارد کوشنر هم مېلمه ؤ. وېسټر وېله د کوشنر سره په گډه يو مطبوعاتي کانفرانس هم درلودي. کوشنر او وېسټر وېله يو ځل بيا په قزاقستان کي د اروپايي امنيت او گډ کار د ټولنې OSCEپه غېر رسمي غونډه کي سره يو ځاي سول. د غونډې مشري د قزاقستان په غاړه ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د غونډې د ښه چمتو والې نيولو په ترڅ کي د کوربه هيواد ستاينه او مننه وکړه.

آژانسونه/ احمد ولی اڅکزی

کتونکی عبدالباری حکیم