1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته نژدې شپږ بهرني عسکر وژل شوي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ شپږ تنه بهرني عسکر هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سایکل یوه سپاره ځانمرګي برید کوونکي د بګرام اډې ته نزدې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر یوې ګډې ګزمې برید وکړ.

https://p.dw.com/p/1HRAi
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

په لومړ سر کي د پروان والي محمد عاصم، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول: «د برید په پایله کې د ائتلافي ځواکونو درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.»

د بګرام وسلوالۍ یوه بل چارواکي بیا تلفاتو تر دې لوړ ښوولې ول او ویلي یې ول چې د برید په پایله کې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي. دا چې وژل شوي عسکر په کوم هیواد پوري اړه لري، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

تر دې وروسته د ناټو يوه وياند فرانسې خبري آژانس ته ويلي چي په پېښه کي ۶ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي: «د بګرام هوایي اډې په شاوخوا کې په یوه نقلیه وسيله کې ځای پر ځای شوي چادیدونکي مواد چاودلي دي. شپږ تنه بهرني عسکر پکښې وژل شوي او پیښه اوس تر څېړنو لاندې ده.»

طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلي ویاند په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې په چاودنه کې د ائتلافي ځواکونو ۱۹ غړي وژل شوي دي خو دغه ډله ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د تلفاتو اندازه لوړه ښيي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. که څه هم پلان شوې وه چې ناټو به د راتلونکې کال تر پیله پوري خپل ډېر ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو ولسمشر اوباما د افغانستان وضعیت ته په کتو سره خپله پریکړه بدله کړه او د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې یې په افغانستان کې د۱۲۰۰ په شاوخوا کې امریکایي عسکرو د پرېښودو پریکړه وکړه.