1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د اختر لومړۍ ورځ په خوشحالۍ ولمانځل شوه

۱۳۹۰ شهریور ۸, سه‌شنبه

افغانانو نن «سه شنبه» په کابل کې د اختر لومړۍ ورځ ولمانځله. که څه هم په ورستیو ورځو کې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی ؤ، خو د اختر لومړۍ ورځ پرته له کومې لویې امنيتي پیښی تیره شوه

https://p.dw.com/p/12Pxn
د کابل په پارکونو او کوڅو کې کوچنیان په لوبو بوخت دي.
د کابل په پارکونو او کوڅو کې کوچنیان په لوبو بوخت دي.انځور: AP

د اختر په ورځ افغانان په خپلو کورونو کې ډول ډول پخلي ، خواړه او پیا په خاصه توګه خواږه شیان تیاروي. په کابل کې  ټینګ امنیتی تدابیر نیول شوی او خلکو د  اختر  لومړی ورځ  په خوښی  سره ولمانځله.

ډیری خلکو نوې جامې اغوستی وی  او د یو بل کورونو ته روان دي ترڅو له حال احوال څخه خبر شي. د کابل په پارکونو او کوڅو کې کوچنیان په لوبو بوخت دي.

د کابل ډیری ځوان اوسیدونکي په میلو وتلی دی او زاړه خلک بیا په خپلو کورونو کې د میلمنو په انتظار او هرکلی بوخت دی.

No FLASH Afghanistan Eid al-Fitr Ramadan Ende
انځور: dapd

د کابل ښار پولیس وایې چې د  اختر په مناسبت یې ځانګړي امنیتې تدابیر نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر هم د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په خپل هیواد کی د سولی او ثبات د تینګښت لپاره پر خپلو مخالفینو غږ  وکړ چی نور له زور زياتيو څخه لاس واخلی.  

 د ولسمشر له خوا په یوی خپری شوی  خبرپاڼه کی راغلی دی: «د نیکمرغه اختر په مناسبت زه د ټولو هغو ورونو څخه چې د پردیو وسلي په لاس کې لري، خپل هیواد ویجاړوی او خپل خلک وژنی، غواړم چی خپل هیواد ته خدمت پیل کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»

کرزي د اختر په مناسبت همدا راز پنځه هغه ماشومان چی د ترهګرو لخوا د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره تربیه شوي ول عفو کړل او له یاغیانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار وا نه خلي.

NO FLASH Eid al-Fitr in Afghanistan
انځور: AP

د حکومت له خوا دغسی پیغامونه که څه هم ډیری وخت پرته له کومی نتیجي  څخه پاتی شوی، خو لږ  ترلږه په داسی  سترو مذهبی لمانځه کی عام خلک د سولی او امن  لپاره هیله لری.

د کابل یو اوسیدونکی ، شکور چې 38 کاله لري د خپل وراره سره د اختر د ورځو خوند اخلي. هغه وایې چې د اختر ورځې د هغه د ژوند ښې ورځې دي.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی راتب نوري وایې چې د اختر شپه یې د خپلي کورنۍ او ملګرو سره به خوشحالۍ تیره کړي ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم