1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د «اسیا د زره هیوادونو» غونډه پیل شوه

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه

افغانستان د پنجشنبې په ورځ د ۲۹ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه دﺉ. په دې غوڼده کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وشي.

https://p.dw.com/p/15EIH
Konferenz Afghanistan

افغان ولسمشر حامد کرزي، د اسیا د زړه هیوادونو د غونډې د پرانیستلو پر مهال وویل چې د سیمې د هیوادونو تر منځ همکاري په افغانستان کې د ثبات له راتلو سره مرسته کولای شي.

ولسمشر کرزي وویل: «د اسیا د زړه په توګه افغانستان غواړي چې د سیمې د هیوادونو تر منځ په افغانستان او سیمه کې د لا ډیرې همکارۍ شاهد وي.»

د اسیا د زړه هیوادونو په غونډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله هم گډون کړی دئ. هغه د غونډې تر پیلیدو مخکې وویل: «المان هیله لري چې د اسیا د زړه په کنفرانس کې افغانستان او د هغه گاونډې هیوادونه پر یو بل باندې د لا زیات اعتماد د کولو پر اقداماتو باندې تفاهم ته ورسیږي.»

د المان د بهرنیو چارو وزير اوس په افغانستان کې دﺉ.
د المان د بهرنیو چارو وزير اوس په افغانستان کې دﺉ.انځور: dapd

د المان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې المان به په سیمه کې د ثبات د ټینگښت او د اقتصادي ودې له پاره له هر هیڅ ډول مرستو ډډه و نه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان تر څنگ د سوریې پر موضوع باندې هم خبرې اترې کیږي. د انگلستان د بهرنیو چارو وزیر د غونډې تر پیلیدو مخکې ویلي دي چې له خپل روسي سیال سره به د اسیا د زره هیوادونو د غونډې په څنډو کې د سوریې په اړه خبرې اترې وکړي.

په دې غوڼده کې ښايي افغانستان د پاکستان پر حکومت باندې فشار راوړي چې پخپل هیواد کې د یاغیانو پټنځایونه له منځه یوسي.

دا د اسیا د زړه د هیوادونود سازماندویمه غونډه ده. د دې سازمان لومړۍ غونډه په ترکیې کې جوړه شوې وه. د دې سازمان غړي هیوادونه افغانستان، اذربایجان، چین، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عرب امارات او ازبکستان دي.

د اسیا د زړه کنفرانس به یوه ورځ دوام وکړي او د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران به ئې کوربتوب وکړي. په دې کنفرانس کې به د نورو موضوعگانو تر څنگ په سیمه کې د مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې، ترهگري او په سیمه کې د اعتماد د رامنځ ته کولو په اړه خبرې اترې وشي.

افغانان د اسیا د زړه هیوادونو له غونډې څه غواړي؟

دا لومړی ځل دﺉ چې کابل د اسیا د زړه هیوادونو د ناستې کوربه دﺉ. په حقیقت کې د سیمه ییزو همکاریو دا کنفرانس د استانبول د پروسې دوام دﺉ. هغه غونډه چې د تیر کال د فبروري په دوهمه نیټه د سیمې د ټیکاو او پرمختګ له پاره جوړه شوې وه.

په سیمه ییزه کچه له افراطیت، بنسټ پالنې، ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې پر اغیزناکو لارو چارو او همداراز د سیمې د ملکونو تر منځ پر آزادي سوداګرۍ باندې خبرې اترې په دې کنفرانس کې د هیوادونو د وزیرانو د بحث اصلي موضوعګانې دي.

افغان حکومت دا ځل هڅه کوي چې د دې غوندې کوربتوب له خپلو ګاونډیانو او د سیمي له ملکونو سره د خپلو اړیکو نوی ډول تعریف کړي. د سیمې په کچه له اسلام آباد او تهران سره د کابل اړیکې هغه مهال یوه حساس او پارونکي پړاو ته ننوتې چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیکې ملګرتیا یو مهم سند لاسلیک کړ.

افغان دولت هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې د ملکونو له لاس وهنو د ځان د خوندي ساتلو له پاره، سر له اوسه په سیمه ییزه کچه ژمنې تر لاسه کړي او تر څنګ ئې له خپلو هغو ګاونډیانو سره چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له اوږد مهاله حضور سره مخالفت کوي د باور فضا رامنځ ته کړي.

د افغانستان د ارګ ویاند ایمیل فیضي، تیره اونۍ په کابل کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې دې پوښتنۍ ته په ځواب کې چې افغان حکومت به په غونډه کې په مشخصه توګه له پاکستان څخه چې حکومت ترینه ډیر شکایت لري څه وغواړي، داسې وویل:

«موږ به د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره دوامداره خبرې وکړو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په ریښتینې او صادقانه توګه سره وکړي. داسي نه چې خاوره ئې د اوس په څير د افغانستان پر ضد وکارول شي.»

د آسیا د زړه هیوادونو کنفرانس له دې اړخه هم ډير مهم ګڼل کیږي چې د ترکیي د استانبول د غونډې د هغو پریکړو جاج اخلي چې د سیمه ییزو هیوادونو د امنیت، بیارغاونې، د ترهګرۍ او مخدره موادو د سوداګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې شوې وې.

خو ولسي افغانان که څه هم د افغانستان په اړه نړیوالو کنفرانسونو ته خوشبینه دي، خو ځیني ئې په دې باور دي چې کله کله خو چې په کومو نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه ژمنې وشي بیا دوی په عمل کې څه نه ویني.

د جنوبي هلمند ولایت یو اوسیدونکی نوید احمد، چې اوس په کابل کې اوسي، وایي چې افغانان نور له کاغذي ژمنو ستومانه شوي دي:

«د اسیا د زړه کنفرانس غړي هیوادونه باید خپلې پریکړې په صادقانه توګه تر سره کړي. که چیرته کنفرانس یوازې د نظرونو د تبادلې له پاره وي موږ ترینه ښه توقع نه لرو.»

د اسیا د زړه هیوادونو په ناسته کې به له ترهګرۍ سره د نړیوالې جګړې د کلیدي ملګرو هیوادونو لکه متحده ایالتونو، بریتانیا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو استازي هم گډون وکړي.

د سیاسي چارو مبصرین په دې اند دي چې امریکا او بریتانیا کولای شي چې د سیمې په کچه د بل هر هیواد په پرتله په ثبات کې ښه ونډه ولري ځکه پراخې مالي سرچینې په واک کې لري او یو شمیر هغه ملکونه ئې تر اغیزې لاندې دي چې اوس له ترهګرو سره یو ډول نه یو ډول تړاو لري.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی، وایي چې که په عمل کې د ترهګرو جرړې و نه ایستل شي د غونډو په جوړیدو د سیمي لانجه نه شي هواریدای:

«د ترهګرو سرچینې که هغه کورنۍ که بهرني وي هغه باید له مینځه ولاړې شي. مالي منابع او تسلیحاتي منابع ئې باید له منځه ولاړې شي. په خبرو باندې هیڅ نه کیږي. په ژمنو هيڅ نه کیږي. عمل په کار دئ.»

مسعود جهش/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکیم