1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د ايران-افغانستان د مهمي غونډي کوربه دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

ټاکل شوې ده چي نن په کابل کي د ایران او افغانستان د ګډو همکاریو غونډه جوړه شي. او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د همکاریو يو سند هم لاسليک کړي.

https://p.dw.com/p/163ie
انځور: dapd

دغي غونډي ته چي لوړ پوړي ایراني چارواکي هم برخه پکښې لري د ګډ کمېسیون د څلورمي غونډي نوم ورکول شوی دئ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، د اقتصادي، سوداګريزو او فرهنګي همکاريو پياوړتيا او د ترانزيټ په برخه کي د اسانتیاوو رامنځته کول هغه مسائل دي، چي په دې غونډه کي به بحثونه ورباندي وشي.

امنیتي، سرحدي، کلتوري، تعلیمي،ګمرکي مسائل او دغه راز د انرژۍ په برخه کي به د همکاریو زیاتول د دغي ناستي بله مهمه موضوع وي، چې کابل او تهران به خبري ورباندي کوي.

د ایران او افغانستان اړیکي په تیرو لسو کلونو کي ظاهراً ډیري ښې ښودل شوي دي او دغه هیواد له افغانستان سره دميلیونونو ډالرو مرسته هم کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د تېري يکشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي د دې غونډې په جوړېدو سره به د داوړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ترانزيټ ستونزي هواري شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزيرعلي اکبر صالحي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کي د ګډون له پاره تېره ورځ كابل ته رسېدلى دئ.

علي اکبر صالحي، چي د ګډ کمېسيون د ایراني لوري مشري پر غاړه لري، له یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي سره کابل ته تللی دئ.

په کابل کي د ایران سفارت هم خبر ورکړی دئ، چي د دوی د مختلفو وزارتونو ۲۵ رئيسان او کارپوهان هم په دغه پلاوي کي ور سره دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګری پلاوی ئې له هغه وروسته کابل ته سفر کوي چې په نیمروز کي یوشمېر ایرانيان تر خونړیو چاودنو وروسته ونیول شول.

د افغانستان استخباراتي سرچينو هغه مهال ویلي ول، چي دغه بریدونه د ایراني بنسټپالو ډلو له لوري پلان شوي ول، خو افغان دولت په رسمي توګه و نه منله چي دا بریدونه دي د ایران په خاوره کي د ایراني عناصرو په همکارۍ پلان شوي وي.

د ايران او افغانستان ګډ کمېسيون په ۱۳۸۳ لمريز کال کي جوړ شوی دئ، چي تراوسه ئې دوه ځله په تهران او يوځل په کابل کي غونډه کړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل