1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د سولې له پاره د نړیوالې غونډې کوربه دئ

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه

د شنبې په ورځ په پلازمینه کابل کې د سولي او ثبات د ټینګښت او لارو چارو د موندلو له پاره د څه باندې دیرشو هیوادونو استازي سره غونډه کوي. غونډه د افغان حکومت د سولې د عالي شورا او نورو ادارو له خوا جوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/16Cdn
انځور: dapd

له سعودي عربستان څخه بیا تر متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د یو شمیر هیوادونو، بریتانیا، امریکا او یو شمیر نورو اروپایي ملکونو ستازي په دغه غونډه کې ګډون لري.

د غونډې پرانیستنه د افغانستان د پوهني وزیر وکړه. هغه وویل چې افغان حکومت به هڅه وکړي چې د سولې پر اړتیا او پر هغو لارو چارو بحث وکړي چې په سیمه کې د ستونزو اصلي لاملونه دي او د لرې کولو له پاره به ئې ګډ کار وکړي.

په دغه ناسته کې د ګډون له پاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې د پاکستان یو شمیر مذهبي مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه. د مسلم لیک «د نون څانگې» مشر نواز شریف، د جمیعت علمای اسلام ګوند دوو مشرانو هر یوه مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق ته هم بلن لیکونه استول شوي ول چې په دې غونډه کې گډون وکړي خو هغوی د ناڅرګندو دلایلو له امله په غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې دوی د دغو کسانو په ګډون سره غوښتل چې د ستونزو اصلي ریښې په نښه کړي او په سیمه کې د هغوی له نفوذ څخه گټه پورته کړي. د سولي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیسون مشر قاسمیار، وایي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان نقش ډیر مهم دئ.

په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د توغندیو د بریدونو له کبله اړیکې کړکیچنې شوې دي. دغه اړیکې د پنجشنبې په ورځ وروسته تر هغه نورې هم کړکیچنې شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر پاکستان نیوکه وکړه چې د افغانستان په خاوره ئې خپل توغندیز بریدونه جاري ساتلي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش