1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ـ بروکسل کنفرانس ته مو ۱۱ لومړيتوبونه څېړلي

محمد اسمعيل شاکر / کابل۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

افغان حکومت وایي، بروکسل کنفرانس کې د نړېوالې ټولنې د مرستو جلب په موخه یې کنفرانس ته لازم چمتوالی نیولی. په دې ترڅ کي د خصوصي سيکتور ۱۱ لومړيتوبونه څېړل شوي.

https://p.dw.com/p/1J9W6
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

ټاکل شوې د بروکسل کنفرانس د روان ۲۰۱۶ میلادي کال په پای کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د نویو ژمنو په اړه جوړ شي. د حکومت د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمد خان په مشرۍ نن یکشنبې(د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون ۱۹) د بروکسل کنفرانس لپاره د چمتوالي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د یاد کنفرانس له پاره د خصوصي سکتور یولس لومړیتوبونه وڅېړل شول. د اجراییه ریاست لومړي مرستیال غونډې ته وويل: «افغان حکومت له خصوصي سکتور څخه د غوڅ ملاتړ په موخه بروکسل کنفرانس ته د بشپړ چمتوالي سره ځي.»

د حکومت دغه جګپوړی چارواکی وایې، بروکسل کنفرانس لپاره د خصوصي سکتور یولس لومړیتوبونه څېړل شوي او په دې برخه کې د لا نورې روښانتیا په موخه ۱۱ کاري کمېټې هم جوړې شوي دي.

يولس لومړيتوبونه

په افغانستان کې د اوبونې د نوې او مدرن سیستم رغاونه او ترویج، افغانستان لپاره د اوسپنې پټلۍ ملي لارې جوړېدل، د فرعي زیربناوو لکه د سړکونو، مواصلاتي لارو او د انرژۍ سیستم رغاونه، د یوه منسجم کمپیوتري سیستم پر مټ د ټولو اداري او پانګونې خدمتونو د یوه واحد مرکز رامنځته کول مهم وبلل شول.

دغه چارواکي زياته کړه چي د لګښتونو کموالي او مالي سرچینو ته د کوچنیو بانکي پورونو پرمټ لاسرسی ډېریدل، د صنعتي پارکونو لپاره د یوې ملي تګلاري جوړېدل، ډير ژر د انرژی قانون تصویب، زده کونکو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اسانتیاوو پراختیا د يادو لومړيتوبونو څخه دي.

هغه زياته کړه چي له پانګو ساتنه او د پانګوالو هڅونه، د خصوصي سکتور او دولت د مشارکت په چوکاټ کې د ملي تګلاري تدوین او له منځنی اسیا څخه د یوې بدیلي ترانزیټي لارې جوړول د خصوصي سکتور له هغو یولس لومړیتوبونه څخه دي چې افغان حکومت به یې په بروکسل کنفرانس کې نړېوالو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونو رییس عتیق الله نصرت غونډې ته وویل:«دغه یولس لومړیتوبونه څېړل شوي او په اړه یې لاهم څېړنې او اروزنې دوام لري.»

«تبليغات او تېرايستنې»

د چارو کتونکي د بروکسل کنفرانس افغان حکومت لپاره ترټولو غوره فرصت بولي چې پر مټ یې نړېوالې مرستې جلب کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي افغان حکومت په تېرو څو نړېوالو کنفرانسونو کې د نورو ډېرو ژمنو ترڅنګ د غوره حکومتوالی ژمنه هم کړې وه.

د چارو کتونکي عاشق الله یعقوب دوچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل:«افغان حکومت نړېوالو کنفرانسو ته د خپل چمتوالي په برخه کې تل له تبلیغاتو او ولس تېرایستنې څخه کار اخیستی.»

د ښاغلي یعقوب پروینا حکومت لاهم له نړېوالو سره خپله هغه ژمنه نه ده پوره کړې چې وایې غوره حکومتوالي به رامنځته کوي.

افغانستان لاهم په نړېواله کچه فاسد هېواد ګڼل کیږي.

اوس پوښتنه داده چې آیا افغان حکومت به په بروکسل کنفرانس کې نړېواله ټولنه پردې قانع کړي چې مرستې به یې بې ځایه نه، بلکي د هغو لومړیتوبونو پر بنسټ لګول کیږي چې له وړاندې یې اعلان کړي؟