1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایزدیار په جنازه کي بمي بريدونو مرګ ژوبله رامنځ ته کړې

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

د خبري آژانسونو د لومړنيو خبرونو له مخی په کابل کي د جنازې په مراسمو کي چاودنې سوي چي مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې. ويل سوي چي دغه مراسم د ايزديار د زوی د ښخولو له پاره نيول سوي ول.

https://p.dw.com/p/2e4vP
Afghanistan Viele Tote bei Anschlag auf Begräbnis in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ويلي چي په دغه پېښه کي«د لومړيو راپورونو له مخي ۱۰ تلفات رامنځ ته سوي دي». د نورو خبرونو له مخي د وژل سوو کسانو شمېر حد اقل ۲۰ دی او دا چي په لسهاؤ نور ژوبل سوي دي.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان په پلازمېنه کابل کي چاودنو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۳مه نېته) مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. د خبرونو له مخي دغه چاودنې د مشرانو د جرګې د لومړي مرستيال محمد عالم ايزديار د زوی سالم ايزديار د جنازې په مراسمو کي رامنځ ته سوي دي. دغه مراسم د کرهڼې د وزارت د بادام باغ په سيمه کي جوړ سوي ول.

ياد آژانس د عبدالودود په نوم د يوه عيني شاهد له خولې ليکلي چي «د سالم ايزديار د جنازې په مراسمو کي يو شمېر انسانان وژل سوی او ژوبل سوي دي.»

د آلمان خبري آژانس په خبر کي راغلي چي يو افغان چارواکي ورته ويلي چي تر اوسه لا نه د څرګنده چي ايا دغه چاودنې ځانمرګي بريدونه ول او که چاودېدونکي توکي تر مخه لا هلته پټ کړل سوي ول.

د چاودنو د قربانيانو انځورونه په ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک کي ګردش کوي. ويل سوي چي په مجموعي توګه د جنازې په يادو مراسمو کي درې چاودنې سوي دي.  

د محمد عالم ايزديار زوی سالم ايزديار د جمعې په ورځ په کابل کي د احتجاجونو د خونړي کيدو په پيښه کي وژل سوی ؤ. نوموړی په ټوليزه توګه د پنځو وژل سوو کسانو څخه يو ؤ. په دغه ورځ په تاوتريخوالي کي تر شلو پوري انسانان ژوبل سوي هم ول. په کابل کي د تر سره سوو دغو احتجاجونو ګډون کوونکو هڅه کوله چي ارګ ته ننوځي. هغوی د ولسمشر اشرف غني پر ضد شعارونه ورکول.