1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ـ ځانمرګي بريد ۹ انسانان ووژل

۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د دفاع وزارت مخي ته ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1I3Ma
انځور: Reuters/O. Sobhani

[No title]

د افغانستان د پلازمېني کابل پوليس وايي چي دغه بريد د شنبې په ورځ د دفاع وزارت مخي ته تر سره سو. زياته سوې چي په دغه بريد کي ۹ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ژوبل سوي دي.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد رسنيو ته ويلي: «هغه کس چي د چاودېدونکو توکو واسکټ يې اغوستی ؤ، ځان يې د دفاعي چارو د وزارت مخي ته والوزاوه.»

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په انټرنټي شبکه ټويټر کي د دغه پړه د طالبانو له خوا منلې ده. مجاهد ادعا کړې چي «۲۳ افسران يې وژلي او تر ۲۹ نور يې ژوبل کړي.»

د کابل بريد په داسي حال کي تر سره کيږي چي د افغان حکومت او د طالباانو تر منځ د سولي د خبرو اترو له پاره هلي ځلي ادامه لري.

خو د افغانستان د دفاعي چارو وزير دولت وزيري د آلمان ږغ ته پر تليفون وويل چي بريد د دفاع وزارت مخي ته نه بلکه پر سړک او د مالي چارو د وزارت ته نژدې سوی دی.