1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: لس ټنه چاودیدونکي مواد ونیول شول

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه
https://p.dw.com/p/14ipo

افغان امنيتي چارواکو د هيواد په پلازمېنه کابل کي لس زره کلو گرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي. د افغانستان د استخباراتي ادارې وياند نظري د شنبې په ورځ وویل چي په کابل کي ئې پنځه مخاليفين نيولي دي چي لس ټنه چاودېدونکي توکي ورسره ول.

نظري خبري آژانسونو ته په خپلو خبرو کي ادعا کړې ده چي نيول شوو کسانو پلان درلود چي دغه چاودېدونکي توکي په خپلو بريدونو کي وکاروي. د نوموړي په وينا په نيول سوو کسانو کي درې پاکستاني او دوه افغان وگړي شامل دي.