1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل له بریتانیې څخه د بندیانو د ورسپارلوغوښتنه وکړه

Reuters/سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۹, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبي په ورځ له بریتانیې څخه غوښتي دي چې د ۸۰ څخه زیات افغان بندیان د دوو اونیو په ترڅ کې دوی ته وروسپاري. ولسمشر دغه کار د افغان قانون او ملي حاکمیت نقض وباله. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/18mLw
انځور: dapd

د بندیانو د انتقال موضوع د ولسمشر کرزي او لویدیځوالو متحدینو تر منځ اړیکي خړپړې کړې دي، خو په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د ناټو د زیاتره ځواکونو وتلو ته چمتووالي د دغه موضوع اهمیت نور هم ډیر کړی دی.

تیره میاشت د بریتانیې یوې حقوقي موسسې په هلمند ولایت کې د بریتانیې په پوځي کمپ کې د ۱۴ میاشتو څخه د زیاتې مودې له پاره د ۸۵ تنو افغانانو په بند کې ساتل د بریتانې او نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله.

خو د بریتانیې حکومت د افغانستان له لوري د بندیانو سره د چلند په اړه انديښنه ښوولې او د بریتانیې د  نوموړي حقوقي بنسټ ادعا یې رد کړې ده.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د شبنې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې اتمه) د افغان ولسمشر امنیتي سلاکار رنګین دادفر سپنتا، په کابل کې د بریتانیې له سفارت سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د جون د میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې دغه بندیان افغانانو ته وروسپاري.

د ایمل فیضي له قوله په دغه بیانیه کې ویل شوي دي: «د بریتانویانو له لوري د افغان بندیانو ساتل به زموږ د هیواد د ملي حاکمیت او قانون څخه د سرغړونې په معنا وي.»

په لندن کې بریتانوي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. یو شمیر هیوادونه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ جګړه کوي، لا هم افغانان په خپل بند کې ساتي. تیره میاشت آسترالیایي ځواکونه چې په اورزګان ولایت کې میشت دي، اعلان وکړ چې له بندیانو سره د ناوړه چلند د تورونو له امله افغان حکومت ته د بندیانو سپارل یې ځنډولي دي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کې د بریتانیې د دفاع وزیر فلېپ هاموند، افغان ځواکونو ته له بندیانو سره د ناوړه چلند د انديښنو له امله د شکمنو بندیانو پر انتقال بندیز لګولی وو. هغه ویلي ول، چې پر دغو بندیانو د بریتانوي پوځیانو د وژلو او سړک پر غاړه د ماینونو د ښخولو شک کیږي.

په هلمند کې د Camp Bastion په نوم پوځي مقر په افغانستان کې د بریتانیې تر ټولو ستره پوځي اډه شمیرل کیږي.